افغانستان ته د پاکستاني درملو په وارداتو بشپړ بندیز له نن نافذ شوی
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې سر له نن دوشنبې د دلوې له ۲۰ مې د پاکستاني درملو واردات د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې منع دي.
د دې وزارت ویاند عبدالقېوم نصیر په یو ویډیو بیان کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو تلویزیون خپور کړی له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستاني درملو پر ځای له بدیلو لارو او په قانوني ډول درمل وارد کړي.
په همدې حال کې، یو شمېر خلک او د درملتونونو خاوندان وایي چې په بازارونو کې د درملو بیې لوړې شوې دي.
