پر طالبانو د امنیت شورا د بندیزونو تمدید؛ ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هرکلی کړی خو طالبان یې ناکامه بولي
امنیت شورا پر افغان طالبانو بندیزونه تمدید کړل.دغې شورا د رایو په اکثریت سره د افغانستان د بندیزونو د څارنې د ټیم ماموریت وغځاوه.امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال په جون کې د ۱۹۸۸ بندیزونو لړۍ پيل کړه.په اساس یې له طالبانو سره تړلي خلک، ډلې، شرکتونه او بنسټونه د شتمنیو له کنګلتیا، سفري بندیزونو او د وسلو له ممنوعیت سره مخ دي.په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل د دغو بندیزونو د ادامې یو اساسي دلیل یادیږي.په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی کړی دی.هغه په خپله ایکس پاڼه کې ویلي دا اقدام ښکاروي چې نړۍ افغانستان نه دی هیر کړی او باید د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي شي، د ښځو حقونه بېرته تامین شي.د هغه په خبره ټولګډونه حکومت یو انتخاب نه دی بلکې د سولې یواځینۍ لار ده.اخوا بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ویلي چې د بندیزونو تمدید ناکامه تګلاره ده او باید په داسې پالیسیو بیا کتنه وشي څو د مثبت او رغنده تعامل لپاره لار هواره کړي.
