له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۷مه کلیزه، طالبانو نن عمومي رخصتي اعلان کړې
نن د دلوې ( ۲۶مه) له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده.د طالبانو حکومت په دې مناسبت نن عمومي رخصتي اعلان کړې ده.سرو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه افغانستان باندې یرغل وکړ او شاوخوا نهه کاله وروسته د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶مه له افغانستان ووتې.په دې موده کې سلګونه زره افغانان ووژل شول، میلیونونه بې ځایه او افغانستان ته ګڼ شمېر مالي زیانونه واوښتل.
