Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

ایراني چارواکي وايي په ورښتونو کې بند سلګونه افغان کډوال یې ژغورلي دي

0

ایراني چارواکو د ایران او افغانستان تر منځ په یوې سرحدي سیمه کې د هغو سلګونو افغان کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی چې په واوره او باران کې بند پاتې وو.

په کابل کې د ایران سفارت دوشنبه د دلوې۲۷ مه په خپله اېکس پاڼه د تایباد ولسوالۍ د قومندان حسین جمشیدي له قوله راپور ورکړی چې شاوخوا درې سوه افغان کډوال چې د دواړو هیوادونو تر منځ د پولې په اوږدو کې د خرابې هوا له امله بندپاتې وو، ژغورل شوي دي.

په بیان کې راغلي دغه کسان ایران ته د غیر قانوني ننوتلو پر مهال په سرحدي سیمو کې پېژندل شوي دي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي د بشري مرستو، ګرمو خوړو، درملنې او قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته دغه کسان خپل هیواد ته سپارل کیږي خو په دې اعلامیه کې د پېښې دقیقه نېټه نه ده ښودل شوې.

یو شمیر افغانان وايي، په هیواد کې بیکاري او بې وزلي ده نو خپلې کورنۍ ته د نفقې د برابرولو لپاره ایران ته ځي.

یو افغان چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي سې شنبه د دلوې ۲۸ مه ازادي راډيو ته وویل، څو ورځې مخې یې غوښتل ایران ته واوړي خو ایراني پولیسو تر نیولو وروسته بېرته ستون کړی دی.

"ما ایران ته د تګ هڅه کوله او غوښتل مې د کار لپاره هلته ولاړ شم، د نیمروز له لارې روان شوم، هوا ډېره سړه وه او ستونزې ډېرې وې خو په سرحدي سیمه کې پولیسو ونیولم او بیرته یې افغانستان ته را واړولم، دلته نه کار شته او نه روزګار."

ایراني چارواکي د سلګونو افغان کډوالو د ژغورلو خبره داسې مهال کوي چې په تیر کې ایران ته د غیرقانوني لارو په اوږدو کې په یوشمیر پیښو کې افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات ولایت اوسېدونکی خیرالله وایی د تره لور یې له خپلې کورنۍ سره څلور ورځې مخکې ایران ته روانه شوې وه، چې د ایران او افغانستان ترمنځ په پوله کې ایراني ځواکونو ډزې پرې وکړې او د کورنۍ یو غړی ووژل شو.

"دوی ټول شپږ کسان وو، درې لوڼې او یو زوی له بده مرغه د ایراني ځواکونو په ډزو کې یې زوی شهید او پلار یې ټپی شو . شهید یې بیا په یو کلي کې خاورو ته سپارلی او د نورې کورنۍ د غړو برخلیک لا تراوسه نه دی معلوم."

نوموړي ازادي راډيو سره د دې کورنۍ ځینې انځورونه او ویډیوګانې هم شریکې کړې چې په کې لیدل کېږي دوی د خپل زوی جسد خښوي او دغه شان یو بل ټپی کس هم په کې ښودل کیږي خو ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې ویډیوګانو کره والی نه شي تاییدولای.

دغه راز د ډزو په اړه تر اوسه ایراني چارواکو هم څه نه دي ویلي.

څو ورځې مخکې هم یو شمېر افغانانو چې غوښتل یې له په ناقانونه لارو ایران او وروسته ترکیې ته لاړ شي، ویلي وو په دې مسیر کې لسګونه مسافر د سختې واورې او سړې هوا له امله مړه شوي دي.

دوی ادعا کړې وه چې شاوخوا ۲۵ کسان د ترکي سرتېرو له خوا له وهلو ټکولو او د ژمنیو جامو او بوټونو له اخیستلو وروسته په سړه هوا کې بیرته ایران ته اړول شوي دي.

تر دې مخکې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د قوس په ۳۰مه د تایباد ښار د څارنوال حجت صدیقي له قوله راپور ورکړی چې له ۲ زرو ډېر افغان وګړي، چې د سختې واورې پر مهال یې ایران ته د ننوتلو هڅه کوله او بند پاتې وو ژغورل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته یو شمېر کورنۍ د نجونو او ښځو په کار او زده کړو د بندیز او دغه راز د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله ایران ته تللي دي.

داسې مهال چې له ایرانه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ په چټکۍ سره روانه خو بیا هم یو شمېر افغانان وايي په ډیرو سختو لارو د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي چې ځینې وختونه دا سفر د دوی د ژوند په بیه تمامیږي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России