د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري
د کرکټ په روان نړیوال شل اووریز جام کې نن دوشنبې زیمبابوه او ویسټ انډیز لوبډلې سیالۍ لري.دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام ۶ بجې پیلږي.په دغه نړیوال شل اووریز جام کې پرون یکشنبې انګلستان د ۵۱منډو په توپیر سریلانکا او سویلي افریقا۷۶منډو په توپیر هند ته ماتې ورکړه.هند او سریلانکا د سږکال د شل اووریز نړیوال جام کوربه هېوادونه دي.
