سعودي د تېلو په عرضه کې د کمي د مخنیوي لپاره صادرات ډېروي
سعودي عربستان په پام کې لري چې که پر ایران د امریکا د برید له کبله د تېلو په عرضه کې خنډ یا کمی رامنځته شي، نو د تېلو صادرات به زیات کړي.
دا خبره رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، (د کب شپږمه) د دوو باوري سرچینو په قوله کړې ده.
یاد اژانس همداراز ادعا کړې چې اوپکپلس به—چې د اوپک غړي هېوادونه او روسیه پکې شامل دي—احتمالاً په دې غور وکړي چې د اپرېل میاشتې لپاره د ورځې ۱۳۷ زره بېرله تېلو تولید زیات کړي.
پر دې اقدام په داسې حال کې بحث روان دی چې د دوبي د موسم د لوړېدونکې تقاضا موده رانژدې کېږي او له بلې خوا د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچونو د تیلو بیې لوړې کړې دي.
رویټرز زیاتوي چې د اوپکپلس اته تولیدوونکي هېوادونه—سعودي عربستان، روسیه، متحده عربي امارات، قزاقستان، کویټ، عراق، الجزایر او عمان—ټاکل شوې ده د مارچ په لومړۍ نېټه غونډه وکړي.
له درې میاشتې ځنډ وروسته د تولید د زیاتوالي بیا پیل به ریاض او ځینو نورو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو ته دا زمینه برابره کړي چې په نړیوال بازار کې خپله ونډه زیاته کړي.
