د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېر کال هره ورځ ۲۱ کډوال مړه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، ۲۰۲۵ کال کې نژدې اته زره کسان د کډوالۍ په لارو مړه یا تري تم شوي دي.
د هغو هېوادونو شمېر ته په کتو چې اتباع یې کډوال کیږي، افغانان د مړینې د لست په سر کې دي او تېر کال ۱۵۴۰ تنه د مهاجرت په لارو مړه شوي دي.
