د افغانستان او پاکستان چارواکو خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې معلومات ورکړي
د پاکستان پوځ وايي چې افغانستان کې یې هوايی بریدونو کې ۲۲ پوځي اهداف په نښه کړي دي.رویترز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري له قوله رپوټ ورکړی چې ویلي یې دي له تیرې شپې راهیسې په نښتو کې لږترلږه ۱۲ پاکستاني عسکر او ۲۷۴ طالب جنګیالي وژل شوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دتیرې شپې په ۴ ساعته جګړه کې ۵۵ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او د ځینو جسدونه ددوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي او یوشمیر یې ژوندي هم نیول شوي دي.
طالبان وايی په دغو نښتو کې ددوی ۱۳ جنګیالي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
