اروپايي اتحادیې افغانستان ته ۳ الوتکې بشري مرستې ولېږلې
درې الوتکې، چې د اروپایي ټولنې بشري مرستې پکې بار وې، نن افغانستان ته ورسېدې.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ماموریت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د اروپايي اتحادبې دا ژوند ژغورونکي خوراکي مواد د ملګروملتو د یونسیف په همکارۍ افغانستان ته واستول شول څو هغو ماشومانو ته ورکړل شي چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل، اروپایي ټولنه له افغانستان سره د خپلو ژمنو په لړ کې هغو افغاناننو ته چې مرستو ته شدیده اړتیا لري، انرژي لرونکي خوراکي مواد استوي.
اټکل کېږي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومان د مغذي خوړو او پاکو اوبو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
