جرمني؛ د افغان کډوالو د انتقال په پالیسو کې بدلون نه دی راغلی
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي،" په هغوو پالیسو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی چې پر بنسټ يې په پاکستان کې میشت ۲زره ۳۰۸ افغان کډوالو جرمني ته انتقال شي".
د انفو امیګرنټس په نوم یوه خبري ویب پاڼه چې د کډوالو اړونده خبرونه خپروي د سه شنبې په ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکي،" د جرمني په محاکمو کې د افغان کډوالو د شکایت له زیاتیدو سربیره د دوی په پالیسو کې "هیڅ بدلون" راغلی نه دی".
په پاکستان میشت څه باندې ۲زره افغان کډولو د جرمني د حکومت له خوا دې هېواد ته د انتقال ژمنې ترلاسه کړې وې.
د انفو امیګرنټس د راپور له مخې، په وروستیو کې څه باندې ۵۰۰ قضیې د جرمني د حکومت پرضد د افغان کډوالو له خوا ثبت شوي او نژدې ۹۰ قضیې د استیناف په محکمو کې تر غور لاندې دي.
د جرمني حکومت د تیرکال په نوامبر میاشت کې په پاکستان کې یو شمیر افغانانو ته چې د دې هېواد ته د انتقال په تمه وو د نغدې مرستې وړاندیز کړی و او له دوی غوښتي وو چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.
