مجاهد: ریس الوزرا او د مالیزیا صدراعظم په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې
د طالبانو حکومت د مالیزیا له صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم سره د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ټیلفوني خبرو خبرورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویل شوي چې د مالیزا صدراعظم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې دغه کړکیچ د خبرو اترو له لارې حل شي. د خبرپاڼې له مخې هغه ویلي چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي. د خبرپاڼې له مخې په دې خبرو کې د طالبانود حکومت پردریځ ټینګارشوی او ویل شوي چې دوی د تفاهم او خبرو له لارې د مشکلاتو پرحل باور لري خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې شخړې هغه مهال پیل شوي چې پاکستان تیره اونۍ پرافغانستان هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل.
