Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو دوام په افغانستان کې ډیرخلک اغیزمن کړي دي

0

د ملګروملتونو ادارې وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو دوام په افغانستان کې په لسګونو زره کسان له خپلو اصلي مینو بې ځایه کړي اوهم یې اړو کسانو ته د مرستندویه ادارو له لوري د خوراکي موادو د مرستو رسول ټکني کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه په یوه راپورکې وویل چې دغو شخړو، په ځانګړې توګه د افغانستان لس ولایتونه ډیر اغیزمن کړي دي. اوچا کابل، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه یاد کړي چې په وینا یې د فبرورۍ میاشتې له ۲۶ نه د مارچ تردریمې پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکو شخړو له امله ډیراغیزمن شوي. د مارچ ترڅلورمې پورې په دغو شخړو کې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر ۵۴ او د ټپیانو ۱۲۹ ښودل شوی دی.

د راپورله مخې بشري مرستندویه ټولنې اټکل کوي چې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله نژدې ۱۶ نیم زره کورنۍ په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیکا، پکتیا او نورستان کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. په ختیځو ولایتونو کې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ د ۳۱ زلزلې له امله له مخکي بې ځایه شوې اوه زره کورنۍ لاهم له خپلو اصلي مینو لیرې ژوند کوي چې په دې توګه په دې سیمو کې د بې ځایه شویو کورنیو شمیر شاوخوا ۲۳ زره او ۳۷۰ ته چې ټولټال شاوخوا ۱۶۳ زره او ۵۹۰ کسان کیږي، رسیږي.

د اوچا په وینا د مارچ تر۴ پورې په ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې نښتې روانې وي. د ننګرهار او کونړ ولایتونو دوو اوسیدونکو دریاخان او عطاالله خان د روانو نښتو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له هغې لوري توپونه او هوانونه راتلل، ټول د خلکو په کورونو او کلیو لږېدل، د خلکو مالونه او کورونو ته زیانونه ورسېدل، موږ مجبور شو چې په توره شپه راووځو."

"د دې لپاره مو خپل کلی پرېښود چې هلته سخته جګړه وه او ولسي خلک ډېر زیانمنېدل."

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د پاکستان له لوري په هوایي بریدونو کې د روغتیایي مرکزونو او د بشرپالنې د ځایونو په ګډون ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.

د افغانستان او پآکستان ترمنځ د شخړو له امله چې پرې یوه اونۍ اوښتي، په افغانستان کې په لسګونو زره نور کسان چې د خوړو له پلوه د ملګروملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویه موسسو پرمرستو متکي و، له خوراکي مرستو بې برخې شوې دي. د دواړو لورو ترمنځ د شخړو له امله په افغانستان کې د ملګروملتونو ډیرې مرستندویه موسسې اړشوې چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو چارې وځنډوي.

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP خبرداری ورکړی چې دغه کړکیچ په افغانستان کې چې له مخکي له بشري سخت حالت سره مخامخ دی، وضعیت په ځانګړي ډول ډیورند کرښې ته نژدې سیمو کې نورهم سخت کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بېړنيو خوراکي مرستو د وېش ځنډول به نږدې ۱۶۰ زره کسان اغېزمن کړي او زياته يې کړه چې هوايي بريدونو او ځمکنيو نښتو د نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتيکا، پکتيا، خوست، کندهار، هلمند او زابل ولايتونو ۴۶ ولسوالۍ اغېزمنې کړي دي.

د ملګروملتونو دې ادارې وویل چې اړ شوې چې په لنډ مهاله توګه بېړنۍ مرستې، ټولنيز ملاتړ، د ښوونځيو د خوړو او د معيشتي فعاليتونو چارې وځنډوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا په داسې حال کې چې د اغېزمنو ولایتونو لږ تر لږه څلور یې د روان بشري ناوړه وضعیت له امله د خوارځواکۍ له بحراني کچې سره مخامخ وو، لیدل کیږي چې په نښتو کې ښکېلو څه باندې نیمایي ولسوالیو کې لوږه بیړنۍ حد ته رسیدلې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو شخړو تېره اوونۍ یو ځل بیا هغه مهال زور واخیست چې پاکستان پرافغانستان هوايي بریدونه ترسره کړل چې د طالبانو حکومت یې هم په وړاندې غچ اخیستونکو بریدونو ته مخه کړه. تراوسه د دې نښې نه لیدل کیږي چې دغه شخړې به کله پای ته ورسیږي خو د ترکیې په ګډون یوشمیرهیوادونو ویلي چې د خبرو له لارې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتو دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России