متقاعدین په روژه کې له اقتصادي ستونزو سرټکوي
په افغانستان کې یو شمیر متقاعدین وايي، دا چې د تقاعد حقوق نه ورکول کېږي، ان د روژه ماتي او پیشلمي لپاره څه نه لري.دوی وايي، روژه نورو سره د خواخوږي او اړمنو سره د مرستې میاشت ده، خو دوی خپله اوس د ټولنې په یو بې وزله قشر بدل شوي دي.
