د طالبانو د حکومت د محکمو د پریکړو له مخې په کابل او غور کې ۲۴ کسان په درو ووهل شول
د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ، د حوت په ۱۷مه، په غور ولایت کې ۶ کسان چې ۳ ښځې هم پکې شاملې وې، د "اخلاقي فساد" په تور هر یو په ۳۹ دورو ووهل شول.
دې محکمې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د طالبانو د حکومت د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي محکمې د پرېکړې پر بنسټ ۱۸ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د اعلامیې له مخې، دغه کسان له ۱۰ تر ۳۹ پورې په درو وهل شوي او هم ورته له ۷ میاشتونه تر ۳ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د تورنو کسانو جسمي سزاوې تل د بشري حقونو د سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو، له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د پرېکړو له مخې په عام محضر کې د جسمي سزاګانو زیاتوالی په افغانستان کې د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سرغړونه ده.
خو د طالبانو چارواکي وايي چې د اسلامي شریعت له مخې مجرمینو ته جسمي سزاوې ورکوي او د داډول سزاوو د تطبیق پردوام یې ټینګارکړی.
