Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

نانوایان: د خواله رسنیو له لارې په کیدونکو مرستو بې وزلو ته وړیا ډوډۍ ورکوي

0

په افغانستان دننه یو شمېر ډوډۍ پخونکي یا نانوایان وایي، د خواله رسنیو له لارې مرستې تر لاسه کوي او په مقابل کې یې پر بې وزلو افغانانو وړیا ډوډۍ وېشي.

د دوی په خبره د ټیک ټاک له لارې ترلاسه شوي ډالۍ ( ګیفتنینګ) د بېوزلو کورنیو د ملاتړ لپاره کاروي.

ډالۍ په پیسو بدلېږي او وروسته پر اړو خلکو د وچې ډوډۍ تر څنګ بېلابېل خوراکي او نور توکي د لومړنیو مرستو په بڼه وېشل کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی او د یوې نانوایي خاوند حسیب وایي، هره ورځ پر ټیک ټاک په ژوندۍ بڼه ویډیوګانې خپروي، له خپلو څارونکو مرستې تر لاسه کوي او په مقابل یې پر بې وزلو افغانانو ډوډۍ وېشي. زه هره ورځ پر خلکو له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ډوډۍ وېشم، بل د روژه ماتي پر مهال بیا پیرکي وېشم، موږ وایو، د دې پر ځای چې زموږ د هېوادوالو کاینس (ګیفټونه) بې ځایه ولاړ شي، چې زموږ هېواد ته راشي او اړمنو سره مرسته وشي، کله چې دوی راته ۲۰۰ کاینس ووهي، ۵۰ افغانۍ کېږي چې بیا زه مقابل کې که وچۍ ډوډۍ ووایي که پیرکي یا نغدې پیسې، زه یې اړمنو ته ورکوم، زه د همدې کاینس له لارې اړمنو سره مرسته کوم، چې کله زه دا مرستې وېشم هغه ویډیو یې ورته خپروم چې د دوی باور تر لاسه کړم چې مرستې په رښتیني توګه وېشل شوي دي."

د ډایکندي ولایت یو بل اوسېدونکي او ډوډۍ پخونکی یا نانوای چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم ورته فعالیت کوي. "موږ ورځ کې تر ۲۰۰ ډوډۍ پخوو، بیا چې بې وزلي راشي، ډوډۍ پرې وېشو، خو (بې وزلي) خلک ډېر وي، دلته خلک مرستو ته ډېره اړتیا لري، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی."

دا نانوایان وايي، چې دا نوښت د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري مرستو رسولو یوه نوې لاره ده.

دا چې دوی دا پیسې بیا څنګه ترلاسه کوي ازادي راډیو ته یې وویل، اکونټونه یې افغانستان نه نورو هیوادونو کې بانکونو سره وصل کړي، دوستان یې ورته هغه پیسې راباسي او بیا یې دوی ته په حواله ورلېږي.

د ټیک ټاک یو شمیر کاروونکي چې د خپلو ډالیو له لارې د اړمنو افغانانو ملاتړ کوي وایي، که څه هم د دې ګیفټونو او مرستو سمه نیمایي ګټه ټیک ټاک تر لاسه کوي، خو په خبره یې دوی په اوسنیو شرایطو کې خپلو هېوادوالو سره دا تر ټولو اسانه لار بولي.

د ټیک ټاک یو کاروونکي بهر میشتي افغان هارون ازادي راډیو ته وویل: "ما پرون خپل د روژې فطري په ټیک ټاک کې د کاینس له لارې واستوله چې تقریباً ۴۰۰ ډوډۍ ۵۰ اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې، دا سمه ده چې د دې ګیفټ یوه برخه د ټیک ټاک جېب ته ځي، خو دا چې دا پیسې او مرستې په مستقمه توګه همدې بې وزلو ته رسېږي، ما پرېکړه کړې چې هر ماښام روژه ماتي کې هرو ۵ کورنیو ته ۵ ډوډۍ د همدې لایفونو له لارې واخلم."

د یادونې ده چې ځینې افغانان د مرستو به دې ډول چې سمه نیمایي برخه یې ټیک ټاک تاووي، نیوکې هم لري او وایي چې د دې پر ځای دې دا مرستې په مستقیمه توګه بې وزلو ته ورسول شي.

په ځني ولایتونو کې د ټیک ټاک یو شمیر کارونکو ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو حکومت مسولینو پر دوی په ژوندۍ بڼه ټيک ټاک کې راتلل منع کړي دي.

د دوی په خبره طالب سیمه ییزو مسوولینو ورته ویلي "دا ګیفټونه سیم نیمایي ټیک ټاک کمپنۍ اخلي او دوی یې غیر شریعي او سود بولي."

خو د خواله رسنیو له لارې ځینې بې ورلو سر یو شمیر مرسته کوونکي او تنظیموونکي یې وایي د دوی موخه دا ده چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو د همکارۍ فرهنګ پیاوړی کړي او په هېواد دننه د کوچنیو کار اوبارونو زیاتېدو او ملاتړ ته کار وکړي.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی او ټولنیز فعال بیا وایي چې دی بیا فېسبوک خواله رسنۍ کې د بې وزلو اړوند ویډیوګانې او معلومات خپروي او کله چې بهر میشتي او شتمن افغانان ورسره مرسته وکړي، دی بیا په همغو نغدي مرستو پر بې وزلو ډوډۍ ویشي.

ده چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د خپل دې فعالیت هدف داسې بیانوي: "دلته دوه ګټې کېږي، یو دا چې له بهر مېشتې هېوادوالو د بې وزلو خلکو لپاره مرستې راټولوو، بل دا چې دې (نانوایانو) ته په وړیا توګه بازار موندنه کېږي، ما غوښتل دا ټولنیزې رسنۍ چې دلته افغانستان کې دي، دا په مشروع (مثبت) بڼه وکاروم، خپل فېسبوک چې شاوخوا درې لکه څارونکي لري، په مشروع بڼه یې کاروم او له دې لارې د همدغو کوچني کاراوبارونو د ملاتړ لپاره مې سلګونه وړیا اعلانونه کړي دي."

خو په دې برخه کې مخکې یو شمیر بیا په درغلیو تورن شوي، او ویل شوي چې دا مرستې دوی خپله اخلي او تر بې وزلو نه رسېږي.

د ټولنیزو رسنیو له لارې دا نوښتونه داسې مهال دي چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دوی په خبره ډېری یې د یو وخت خوړو وسه هم نه لري.

د دې پراخۍ بې وزلۍ په اړه وخت په وخت بېلابېلو نړیوال سازمانونو راپورونه هم خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د تېر زېږدیز کال ( ۲۰۲۵ ) د دسمبر میاشتې په ۳۰ مه ویلي وو چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России