د خوښۍ پر ځای ماتم؛ د افغانستان-پاکستان جګړې د ګڼو کورنیو اختر تریخ کړی
اختر د خوشحالۍ ورځې دي، خو یو شمیر کورنۍ چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو کې یې عزیزان وژل شوي وايي، اختر کې به یې د هغوی یادونه ډېر وژړوي.
دوی د نښتو د پای ته رسېدو او ملکیانو ته د خوندیتوب غوښتنه کوي.
د صفت الله مور او اته کلنه ورېره د حوت په ۲۲مه د پاکستان ځواکونو په توغنذیزو بریدونو کې وژل شوي.
۳۶ کلن صفت الله دی د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ د ډکې سیمې اوسېدونکی دی.
ده ازادي راډیو ته وویل، په کور یې داسې مهال توغندی پریوت چې مور یې خپلو بوزه او کوچنیو لمسیانو ته د غرمې خوړو په برابرولو بوخته وه.
دی زیاتوي چې مور یې ورته ویلي وو، چې زما د روژې فدیه او د ټولې کورنۍ سرسایه له پاکستان ستنو شویو کډوالو ته ورکړه.
"کله چې (پاکستان) په کابل او ځینو نورو ځایونو باندې بریدونه وکړل او افغان(طالبانو) حکومت انتقامي بریدونه پیل کړل، نو موږ له کلي ووتو، درې څلور ځایه کډوال شوو، نو ډېرې شپې مو بهر کړې وې او دا دوه درې شپې بیرته کور ته تللي وو، په دې شپه چې سبا یې دا پېښې کېږي ما مې مور ته زنګ ووهه، ما ته یې ویل چې زما د روژې فدیه او د ټولې کورنۍ سرسایه له پاکستانه راغلو افغان کډوالو ته ورکړه،ما ته یې بیا زنګ ووهه چې اختر ته دې جامې ژر جوړې کړه چې بیا به پاتې شي، ورېره ته مو هم جامې کړې وې خو دا پېښه وشوه او هر څه پاتې شول."
د صفت الله کورنۍ د ګڼو نورو افغانانو په شان دا مهال له خپلې مېنې بې ځایه او یو بل کلي کې تر خیمې لاندې اوسېږي.
سږنی اختر په داسې حال کې راځي چې د افغانستان لس بېلابېل ولایتونه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو او تاوتریخوالي شاهدان دي، چې ګنو عامو خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ تر ۱۳مې په دې نښتو کې د ۶۰ ولسي وګړو وژنه او دغه راز د ۱۴۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي.
داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون او طالبانو ته نږدې رسنیو په بېلابېلو راپورونو کې ویلي چې د دغه نښتو له امله شاوخوا ۱۹۰ ولسي وګړي وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، خو لا هم د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي معلوم.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ سیمې اوسېدونکي نزاکت هم د همدې کسانو له ډلې دی چې د کورنۍ غړي یې په یادو نښتو کې وژل شوی دي.
ده ازادي راډیو ته وویل چې د کورنۍ ۱۷ غړي یې په یوه شپه ( د فبرورۍ په ۲۶مه) د پاکستان په هوایي برید کې ووژل شول.
نزاکت ازادي راډیو سره مرکه کې وویل چې دې پېښې د دوی ټول ژوند ګډوډ کړ او یو ۱۹ کلن ځوان زوی یې لا هم د سختو ټپونو له امله د جلال اباد ښار په صحت عامه روغتون کې بستر دی.
ده وړاندې راروان اختر ته د خپلې کورنۍ د دې وژل شویو غړو د ارمانوتو او چمتوالي په اړه وویل،
"اختر ته مې ورته جامې کړې وې، د ټولو جامې خیاط سره پاتې شوې، زما اولادونو او ورېرونو ټولو راته ویل چې لالا موږ به اختر کې دې ځای ته بیایې او هلته به مو بیایې، یو ورور ته مو کوژده کړې وه، ټول ډېر ورته خوشحاله وو، ورېرو مې ویل چې داسې به خوښي کوو، خو بس هر څه مو ګډوډ شول، څه به ووایو، موږ یې سخت خفه کړو، هېڅ سره مو ډډه نه لګېږي."
نزاکت وایي وژل شویو کسانو کې یې د خپلو اولادونو په ګډون ورېرونه، ورېندارګانې او یو ورور او پلار هم شامل و چې په خبره یې د ۱۳ تنو مړي یې وموندل او خاور ته یې وسپارل خو د پاتې نورو یې ان جسدونه هم ونه موندل.
د ده په خبره، کور یې په دې برید برید کې به بشپړ ډول ویجاړ شوی او اوس یې د خپلې کورنۍ پاتې غړو ته په همدې ویجاړ شوي کور حویلۍ کې خیمه وهلې، او تر خیمې لاندې اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګران (ډبلیو اف پي) د پنجشنبې په ورځ د «حوت په ۲۱ مه» په یو راپور کې وویل چې د روان میلادي کال د مارچ تر پنځمې پورې د کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالي، هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو د افغانستان د ۱۱ ولایتونو ۵۲ ولسوالۍ اغیزمنې کړې دي.
په ورته وخت کې، د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) د جمعې په ورځ «د حوت په ۲۲مه» راپور کې وویل چې ملکي وګړي دې مخ په زیاتیدونکي شخړو کې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي او په ټکو یې له امله یې د فبروري له ۲۶مې راهیسې شاوخوا ۱۱۵ زره خلک بې ځایه شوي دي.
پع افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما په ګډون د ملګرو ملتونو بېلابیلو په وار وار له دواړو خواوو د نښتو د پای او د ملکیانو له نورو تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده، هغه څه چې صفت الله او نزاکت او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قرباني شویو نورو ګڼو افغانانو کورنۍ هم ورته هیلهمن او غوښتنه یې کوي.
