د پاکستان په بریدونو کې د ملکیانو مرګژوبله؛ لا هم طالبان او پاکستاني پوځیان یو بل هدف ګرځوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د راکټي او توپچي بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوست په بیلابیلو ولسوالیو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه راز پاکستان په نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو هم پرلپسې بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې ډیورنډ کرښې ته له نږدې سیمو د نښتو له امله بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.
