Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

هریپور کې افغان کډوال وايي پولیسو په اختر کې د هغوی لسګونه کسان نيولي دي

0

د خیبر پښتونخوا په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم د دوی لسګونه کسان نیولي او افغانستان ته یې د ایستلو لپاره بندیان کړي دي.د یاد کیمپ یو اوسېدونکي حاجی سعید خان کوچي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي. هغه وايي، دوی افغانستان ته د ستنېدو لپاره تابیا نیولې وه خو د پاکستاني او طالب سرتېرو تر مینځ د جګړې له وجې لارې بندې شوې نو ځکه لا هم هلته پاتې دي. د نوموړي په وینا په کیمپ کې پاتې کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له کورونو نه ووځي.

حاجی سعید خان کوچي له ملګرو ملتونو وغوښتل، پر پاکستان دې فشار واچوي چې د لارو تر پرانیستل کېدو دې پر کډوالو فشار نه راوړي او نه دې یې نیسي.

د هریپور پولیسو د افغان کډوالو پر کیمپ د چاپو یا د هغوی د ګرفتارولو په اړه دم ګړۍ ته څه نه دي ویلي خو پاکستاني پولیسو تر دې وړاندې هم په یو شمېر کیمپونو او ښاري سیمو کې زیات شمېر افغان کډوال نیولي، بندي کړي او د پاکستان له خاورې ایستلي دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان کډوالو شورا هم ویلي ول چې انتظامي چارواکو او پولیسو پر افغانانو هېواد ته د ستنېدو لپاره فشار زیات کړی دی.

دا راز رپوټونه وايي د پاکستان په بلوچستان ایالت کې هم د پولیسو لخوا د افغانانو د نیولو او د ایستلو کمپاین روان دی چې د اختر په شپو ورځو کې یې د دوی ترمینځ ویره او ترهه خپره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په وروستیو کې وویل، په ټول هېواد کې د کډوالو پاتې کیمپونه تړي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په لاهور کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په بلوچستان، سیند او پنجاب کې د کډوالو کیمپونو بندول په کامیابۍ روان دي خو زیاته کړې یې وه چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره په دې لړ کې همکاري نه کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې مخکې د افغانانو د جبري اخراج مخالفت کړی وو. د صوبې پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په اپرېل کې پولیسو او انتظاميې ته امر کړی وو چې افغان کډوال دې په زور نه باسي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ز کال څخه د ۲۰۲۶ ز کال تر جنورۍ پورې له دوه مېلیونو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او شاوخوا دوه مېلیونه نور لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت په وار وار د کډوالو له کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه غوښتي چې د کډوالو ستنېدل د هغوی په خوښه کړي، خو هغو دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۲۰۲۳ز کال راهیسې په زور د کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ تېزه شوې او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، له ۲۰۲۳ز کال راهیسې یې څه باندې ۵،۴ مېلیونه وګړي هېواد ته لېږدولي دي.

ملګري ملتونه وايي افغانان اوس مهال له ګاونډیو هېوادونو په داسې حال کې ستنېږي چې افغانستان له "ناسم وضعیت" سره مخامخ دی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России