د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډېدو افغانان له جدي ستونزو سره مخ کړي
د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د پاسپورټونو د وېش درېدلی بهیر نه دی پیل شوی. فریده د کابل ښار اوسېدونکې ده. هغه وايي، د خپل پلار د درملنې لپاره پاسپورټ ته بېړنۍ اړتیا لري. نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ ژر تر ژره پیل کړي. فریدې ازادي راډیو ته وویل: "زما پلار زیات ناروغه دی. پاکستاني ډاکترانو راته ویلي چې په کال کې به یې درې ځلې پاکستان ته راولې، خو کله مې چې وغوښتل خپل پاسپورټونه تمدید کړو نو پروسه ودرول شوه. غوښتنه کوم چې ژر تر... Читать дальше...