کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه
سریلانکا افغانستان ته د کرکټ په نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه. په هامبانټوټا میدان کې د دې لوبې پچه یا ټاس سریلانکا وګاټه او د بېټېنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۲۳ منډې وکړې. افغانستان وتوانېد تېره جمعه په خپله لومړۍ مسابقه کې دغه هېواد ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړي. دواړه هېوادونه به د راروانې چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه هم وکړي. که افغانستان یوه بله مسابقه هم وګټي د دې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.