سميع اله حليمي تندر له پکتيا ليکلي
د ښوونکو معاشونه کم دي، په اوسني معاش يې د کور ګوزاره نه کېږي، هيله ده افغان دولت د خوارو ښوونکو غم وخوري.
د ښوونکو معاشونه کم دي، په اوسني معاش يې د کور ګوزاره نه کېږي، هيله ده افغان دولت د خوارو ښوونکو غم وخوري.
د ارزګان ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې د افغان بېسيم شبکې خدمات ډېر کمزوري شوي دي. اورېدونکي د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.
وسله والو طالبانو د هلمند له ولس سره په تېرو ١٤ کلونو کې سخت ظلم کړى، دغه ولايت يې له پرمختګ څخه ليرې ساتلى او د دې ولايت نسل- نسل يې بېسواده کړ.
د هلمند د نورو سيمو په څېر په ناوې ولسوالۍ کې هم امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.
په هلمند کې له افغان قواوو سره د هوايي ځواک ملاتړ ضروري دى، له هوايي ځواک پرته دوى موثره جګړه نه شي کولاى.
د هلمند د ستونزې د حل لپاره په ولايتي اداره کې د اساسي بدلون غوښتنه کړې ده.
په هلمند کې روانه جګړه د اندېښنې وړ ده، که کابل په هلمند کې د کلابندو شويو سرتېرو غم ونه خوري، معنى به يې دا وي چې مرکزي اداره له خپلو سرتېرو سره د زړه له اخلاصه خواخوږي نه لري.
طالب اورپکو ټول ښوونځي وران کړل، اوس ځوانان بېکاره دي او وسلوالې ډلې له دغو ځوانانو ناوړه ګټه اخلي. اورېدونکي د هلمند امنيتي وضعيت ته د چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
هلمند ته د کندهار د امنيې قوماندان جنرال رازق غوندې يو پوځي سړى په کار دى، چې په خپله په پوځي عملياتو کې برخه اخلي. اورېدونکي هيله کړې، چې جنرال رازق ته دې چانس ورکړل شي څو په هلمند کې پوځي عمليات وکړي.
يوازې د هلمند ولايت امن خراب نه دى، بلکې د لغمان د مرکزي سيمو او الينګار ولسوالۍ وضعيت هم تر هلمند بدتره دى، ښه مثال يې د سړک پر غاړه د عامو خلکو وژنه ده. کابل بايد دغه ستونزه حل کړي.
په هلمند کې د ناامنيو د ناڅاپي زياتېدو يو لوى علت ټاپي پروژه ده، چې له دغه ولايت نه هم تېرېږي، وسله وال طالبان په دې توګه غواړي امتياز ترلاسه کړي.
که دولت د هلمند ولايت وضعيت ته پام ونه کړي، دغه ولايت به د وينو په ويالې بدل شي.
د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې استخباراتي جنګ شروع کړى، بايد د هلمند او ټول هېواد خلک د هلمند د جګړې چاره وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د لوګر ولايت له اوسېدونکو سره کومې ژمنې کړې وې، تر اوسه يې عملي کړي نه دي، هغه دا چې دغه ولايت ته به برېښنا ورکول کېږي او د بيارغونې اساسي کارونه به کېږي.
اوس چې د سړو موسم دى او په وطن کې داسې توده جګړه روانه ده، د پسرلي او دوبي په موسم کې به مو څه حال وي؟
هلمند ولايت ته د لوړپوړو چارواکو له خوا په تېر وخت کې هم سمه پاملرنه نه ده شوې، د مور و ميرې سلوک ورسره شوى دى.
د هلمند والي ارام پر خپله څوکۍ ناست دى، پر جګړه سترګې پټوي او رسنيو ته وايي چې خير و خيرت دى، حال دا چې د دغو جګړو زيات زيان ولسي خلکو ته اوښتى دى.
د ګاونديو هېوادونو استخباراتي شبکې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي، د افغانانو يووالى دغو شبکو ته د مرګ د خطر زنګ دى.
د هلمند په اوسنۍ ولايتي اداره کې همږغي نه شته، د دولت وسله وال مخالفان له موقع په استفادې سره بريدونه تنظيموي او ولسي خلکو ته يې زيات زيانونه اړولي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости