قبايلو سيمو کې پر تعليم د ترهګرۍ اثرات
۲۰۰۷م کال وو. طالبان په نيمه شپه د مومندو ایجنسۍ آصف الله کلي ته د يو سکول ورانولو لپاره ورغلل. اصف الله وايي موراو د کلي ښځو طالبانو ته زارۍ او منتونه وکړل چې د هغوی د بچو د زده کړې دا يوازينی سکول دې نه ورانوي خو طالبانو ونه منله. بمونه يې ورته کېښودل او سکول يې ويجاړ کړ. د دغه دوه چته ښوونځي د ورانېدو سره پنځه سوه ماشومان له تعليمه پاتې شول.