افغانستان چې په دیر او چترال خپه نه شو نو په فاټا هم نه خپه کېږي. اسفندیار
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان يو ځل بيا ویلي دي چې قبايلي سیمې به له خېبرپښتونخوا سره يو ځای کوي. نوموړي دا خبره تېره ورځ په چمن ښار کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال وکړه. هغه وويل چې د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ګډېدو په حق کې دي او یوازې دوه پښتانه سیاسي مشران يې مخالفت کوي. د اسفنديار اشاره د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته وه. نوموړي د مولانا فضل الرحمن هغه څرګندونې بېځایه وبللې چې ویلي یې ول که... Читать дальше...