افغان سوداګرې مېرمنې له حکومت نه د پاملرنې غوښتنه کوي
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینې وايي، که حکومت ورته د زېربنا او بازار موندنې په برخه کې ...
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینې وايي، که حکومت ورته د زېربنا او بازار موندنې په برخه کې ...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې د ...
د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه چې د ځوانیمرګ شاعر سراج ګلاب روح ته ډالۍ شوې په لاندې مطالبو راښکلې ...
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالي نن د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې ترسره شي. له دې وړاندې د روانې میلادي میاشتې په دریېمه او پنځمه افغانستان له بنګلهدېشه دوه پرلهپسې ۲۰ اوریزه سیالۍ وګټلې او په دې سرهيې د روانو سیالیو لړۍ هم په خپل نوم کړه او که افغانستان د نن ورځې لوبه هم وګټي، نو دا به د بنګلهدېش لوبډلې ته یو بد خبر وي. د نن ماښام لوبه به هم د هندوستان په دهرادون ښار راجیو ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.
چارواکی وايي، ځواکونو نیولي کسان وروسته انتظامیې ته سپارلي او د تاوتریخوالي په پېښه کې ځېنې کسان ژوبل شوي دي چې کره شمېر یې معلوم نه دی.
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي چې د جرمني حکومت نور هېڅ دلیل نهويني چې افغان پناه غوښتونکي دې د امنیتي لاملونو پر اساس له جرمني ونهايستل شي. جرمني وروسته له هغه افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو لړۍ ودروله چې یو کال مخکې په کابل کې د جرمني سفارت ته نږدې بمي برید وشو او دغه سفارت پهکې نيم تخريب شو. د جرمني حکومت په تېر سپټمبر مياشت کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل چې پهکې د جرايمو سابقه لرونکي او هغه چې نهیې غوښتل خپل اصلي هويت څرګند کړي، هم شامل وو. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې اوربند اعلان کړ. دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی او ولسمشر غني وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي. د ولسمشر غني پیغام دلته ووینئ:
د کابل له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن اتحاد لوبډلې رسول شهید لوبډلې ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه. دغه سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۱۰مه نېټه په کابل کې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوي تر سرطان میاشتې به دوام وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د دغو سیالو د ترسره کولو موخه په دې هېواد کې د فوټبال وده او د ځوانانو پرمختګ بلل شوی دی. دغه سیالۍ چې په اوونۍ کې دوه ورځې پنجشنبه او جمعه ترسره کېږي ټاکل شوې د جمعې ورځې په لوبه کې د اردو او د کوثر لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغان علماوو له لوري په هېواد کې د جګړې له ناروا بللو وروسته افغان حکومت د طالبانو په مقابل کې څو ورځنی یو ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له ۲۷مې نه د اختر تر پنځمې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ. ولسمشر غني پر خپل ...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، سره لهدې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورني او بهرني پانګهوال پانګونې ته لېوالتیا لري، خو د ناامنۍ له امله دلته پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي. د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن پنجشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پانګهوالو ترڅنګ ایراني، ترکي، چینايي، هندوستاني او پاکستاني پانګهوال هم علاقه لري چې د معدن، کرنې او انرژۍ په صنعت کې پانګونه وکړي، خو د ده په وینا پهدې هېواد کې ناامني، اختطاف او انتحاري حملې د دوی د پانګونې مخه نیولې ده. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال د افغانستان زعفران د کیفیت په لحاظ په نړیوال فسټیوال کې څلورم پرلهپسې لومړی مقام خپل کړ. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل چې دغه فسټیوال په بلجیم کې جوړ شوی و چې د ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو زعفران پهکې نندارې ته کېښودل شوي وو. هغه وايي، اوسمهال په هېواد کې د زعفرانو له کښت سره د خلکو علاقه ډېره شوې، نو پر همدې اساس د دې کښت د لا پراختیا په هدف د کرنې وزارت د زعفرانو د تخم د ویش لړۍ... Читать дальше...
د څو مذهبي ګوندونو اتحاد، متحده مجلس عمل مشران وايي دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره داسې پلانونه لري چې ورسره به له پاکستانه يو فلاحي رياست جوړ کړي.
د عراق د پلازمېنې بغداد په صدر سیمه کې پرون د ورځې ناوخته د وسلو او مهماتو په یوه ډیپو کې د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. د بغداد د امنیتي چارو قوماندانۍ په یوه بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو څېړنه پیل کړې ترڅو معلومه کړي چې د مهماتو په ډیپو کې د دغې چاودنې علت څه و. د پولیسو چارواکو وویل، داسې ښکاري چې په یوې وسلهوالې ډلې پورې تړلي د توغندیو او توپونو په ګډون د درنو وسلو له امله به دغه چاودنه شوې وي. د پولیسو په وینا په دې چادونه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او شااوخوا ۹۰ تنه ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د هرات چارواکي وایي چې د دې ولایت په زندجان ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا وسلهوالو طالبانو په ډزو وژلی دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې مولوي عبدالسلام تېره شپه د لمانځه له ادا کولو وروسته خپل کورته تللی و چې وسلهوالو وواژه. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. په یوه بله پېښه کې تېره ورځ ناوخته د خوست د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د للمې کلي د جومات پر لمونځ کوونکو نامعلومو وسلهوالو برید کړی چې څلور کسان پهکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د خوست... Читать дальше...
د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو او افغان کارپوهانو په وینا، د کانالېزاسیون نشتوالی، په خپل سر د ژورو څاه ګانو کېندنه او پهدې برخه کې ...
د پکتیا امنیتي چاوراکي وايي، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ملي پولیسو پر یوه مرکز د وسلهوالو مخالفینو ډلهییز برید په شا تمبول شوی دی. د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د غبرګولي په ۱۷مه ازادي راډیو ته وویل، د دولت وسلهوالو مخالفینو تېره شپه په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د «ډاګ» په نامه د ملي او سیمهییزو پولیسو پر ګډ مرکز وسلهوال ډلهییز برید ترسره کړ، خو د پولیسو لهخوا په شا تمبول شوی او په پایله کې ۱۹ تنه وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې. تبسم زیاته کړه، پهدې وسلهوال برید کې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو وروسته له هغې چې ایران د یورانیمو د غني کولو د ظرفیتونو د لوړولو د پروګرام اعلان وکړ، خبرداری ورکړ چې واشنګټن به ایران ته اجازه ورنهکړي چې اټمي وسلو ته پراختیا ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دغه خبرداری پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» ناوخته د ټویټر له لارې ورکړ او ویېویل چې دوی هغه راپورونه له نږدې څاري چې ایران په پام کې لري د یورانیمو غني کول زیات کړي. پامپیو وویل، موږ به اجازه ورنهکړو چې ایران اټمي وسلې تولید کړي. هغه زیاته کړه چې ایران زموږ پر ارادې پوه دی. Читать дальше...
د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات غواړي چې شمالي کوریا له خپلو ټولو اټمي فعالیتونو لاس واخلي، باید پیونګ یانګ ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي. ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې پیکنګ ته تر سفر مخکې د چین له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې کړي چې پرون چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» خپره شوه. پوتین هیله وښوده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د جون د ۱۲مې نېټې پلان شوې کتنه به مثتبې نتیجې ولري. پوتین له دغې کتنې مخکې د اټمي او د میزائیلو د ازموینو... Читать дальше...
د ازادي راډیو د ګوړې اچار په دې اوونیزه خپرونه کې لومړی د څو تنو احتمالي کاندیدانو له پلانونو او خیال پلوونو خبرېږئ، هغوی چې ...
د ازادي راډیو د ګوړې اچار پهدې اوونیزه خپرونه کې لومړی د څو تنو احتمالي کاندیدانو له پلانونو او خیال پلوونو خبریږئ...
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا خبره د يونیسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د يوه راپور له قوله ليکلي چې...
د افغانستان دفاع وزارت د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډې ته خوشبین دی چې د ملي اردو له ځواکونو سره به د ملاتړد دوام ژمنې وشي. د ناټو دفاع وزیران نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په خپل مرکزي دفترکې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي چې افغانستان به یې د سبا جمعې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۸» د غونډې د اجنډا په سر کې وي. د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، په نننۍ غونډه کې پر دوو موضوعاتو بحث کېږي: "د افغانستان د ملي اردو د ملاتړ... Читать дальше...
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي ټيمونه نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷»په خپلو کې درېيمه ٢٠ اووره مسابقه کوي. افغانستان په هندوستان کې د بنګلهدېش په وړاندې د روانو مسابقو دغه لړۍ، د تېرو دوو پرلهپسې برياوو له کبله ګټلې ده. د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل، افغان ټيم درېيمې مسابقې ته پوره چمتووالى نيولى دى: "لوبډله له پوره چمتووالي سره د بنګله دېش په وړاندې لوبېږي. تمه ده افغان لوبډله د بنګله دېش په وړاندې په درېيمه لوبه کې هم ښه لاسته راوړنه ولري. " د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي ټيمونه نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» په خپلو کې درېيمه ٢٠ اووره مسابقه کوي. افغانستان په هندوستان کې د بنګلهدېش په وړاندې د روانو مسابقو دغه لړۍ، د تېرو دوو پرلهپسې برياوو له کبله ګټلې ده. د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل، افغان ټيم درېيمې مسابقې ته پوره چمتووالى نيولى دى. ده زیاته کړه: "لوبډله له پوره چمتووالي سره د بنګلهدېش په وړاندې لوبېږي. تمه ده افغان لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې په درېيمه لوبه کې هم ښه لاسته راوړنه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости