په ننګرهار کې په پروني بريد کې د وژل شويو شمېر ۳۶ کسانو ته ورسېد
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تېرې ورځې د شوې انتحاري حملې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال ویلي چې په دې انتحاري حمله کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي. نوموړي د ارقامو د تغیر دلیل په ګوته کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې یو شمېر وژل شوي کسان له سیمې خپلو کورنیو مخامخ کورونو ته انتقال کړي دي. دغه انتحاري حمله تېره ورځ تر غرمې وروسته د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د اوربند د لمانځنې پر مراسمو... Читать дальше...