امریکا د اوربند د غځولو لپاره د سعودي د غوښتنې ملاتړ کړی
د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو لپاره د سعودي عربستان د وروستۍ غوښتنې ملاتړ وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدرناورت پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې متحده ایالات د زغم، پخلاینې، د شخړو د پای ته رسېدو او د بې ګناه کسانو د وینې د توئیدو د مخنیوي لپاره د نوي باب د پیلیدو لپاره د سعودي عربستان د دغې غوښتنې ملاتړ کوي او هغه د دې څرګندونه کوي چې دا هېواد د ترهګرۍ په وړاندې جګړه او هم د سیمهییز امنیت او ثبات لپاره زموږ د ګډ هدف د ترلاسه کولو په هڅو کې مخکښ رول لوبوي. Читать дальше...