Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 30.06.2018

په هرات کې د صنعتي پارک زیربناوې رغول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د صنعتي پارک زیربناوې رغوي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، کومه ناسته چې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې او سوداګرو له چارواکو سره درلوده، د دغه پارک د زیربناو د رغونې په اړه پکې هوکړه وشوه. د نوموړي په وینا، په دغه چاره ۱۱ میلیونه ډالر لګښت راځي. د صنعتي پارکونو د جوړولو طرحه څه موده مخکې د وزیرانو شورا په غونډه کې تصویب شوه چې له مخې یې په ۱۱ ولایتونو کې ۱۳ پارکونه په اساسي ډول جوړېږي.



ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې د اوربند په اړه نن پرېکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې افغان ولسمشر نن د حکومت له لورې د طالبانو پر وړاندې د اوربند په اړه پرېکړه وکړي. د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپل ټویټر دا خبر لیکلی دی او وایي، ښاغلی غني به نن د اوربند او سولې په اړه په کابل کې خبرې وکړي. د حکومت له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې د اوربند موده تېر ماښام دولس بجې پای ته ورسېده. په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د بریدونو د پیلېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش آزادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د شبرغان - میمنې لویه لار د افغان ځواکونو پر مخ خلاصه شوه

Pa.azadiradio.com 

د شبرغان - میمنې لویه لاره تېر مازدیګر د افغان امنیتي ځواکونو پر مخ خلاصه شوه. له یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو د فعالیت له کبله دغه لاره تړلې وه. د فاریاب ولایت امنیه قوماندان نبي جان ملاخېل تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې یې دغه اکمالاتي لار پرانیستله: "زموږ امنیتي ځواکونو له قرانقل څخه تصفیوي عملیات پیل کړل، دوی اوس میمنې ته ورسېدل، ټولې هغه سیمې چې آسیب پذیره وې نیول شوي دي، تر دې وروسته به زموږ اکمالاتي قطارونه میمنې ته ورسېږي او بیا به له اندخوی څخه... Читать дальше...

د مرلند ایالت حمله کوونکی په پنځو قتلونو متهم شو

Pa.azadiradio.com 

هغه کس چې د امریکا په مرلند ایالت کې د یوې ورځپاڼي په دفتر کې د پنځو کسانو په وژنه او څو نورو په ټپي کېدو تورن وو، په پنځو قتلونو متهم شو. پرون په ضمانت د خوشي کېدو لپاره د ۳۸ کلن جارود روماس محکمه وه چې دی د ویډیو کنفرانس له لارې پکي حاضر شو، خو قاضي حکم ورکړ چې دی به له ضمانت پرته په قید کې اوسي.  روماس د پنجشنبې په ورځ د مرلنډ ایالت په مرکز کې د کپیتال ګزیته په نوم یوې ورځپاڼي دفتر ته ننوت او ډزې یې پیل کړې. دا په امریکا کې پر خبریالانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی. سپینې ماڼۍ او نورو سیاسي مشرانو دغه برید غندلی دی. Читать дальше...

پوتین او ټرمپ د جولای پر ۱۶مه سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

کرېملېن وایي، که چېرې د امریکا ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره د سرمشریزې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو موضوع مطرح کړي ، نو ویلادیمیر پوتین د دې موضوع د رد تکرار ته آماده دی. سپینې ماڼۍ او کرېملېن دواړو د جون پر ۲۸ اعلان وکړ چې ډونالد ټرمپ او ویلادیمیر پوتین به د جولای پر ۱۶ په هلسنګي کې سره وګوري. ویل کېږي دوی به د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جون پر ۲۸ یو شمېر وکیلانو ته وویل چې دی ډاډه دی ولسمشر ټرمپ... Читать дальше...



ټوسک له بریتانیې غوښتي چې د وتلو په اړه رښتینی پلان جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر بریتانیا غږ کړی چې له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو یا بریګزیټ د پروسې په اړه یو ریښتنی پلان جوړ کړي او یا به له دغه بلاک څخه د کومې معاملې پرته د وتلو له خطر سره مخامخ شي. د اروپایي شورا مشر ډونالد ټاسک د جمعې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د سرمشریزي په پای کې خبریالانو ته وویل: "ډېر لوی کارونه په مخ کې لرو او تر ټولو سخت کارونه لا هم نه دي حل شوي." ټاسک وویل چې دا وروستی غږ وو. په پام کې ده بریتانیا د ۲۰۱۹ کال د مارچ په پای کې له اروپایي ټولنې ووځي. د نورو مسایلو ترڅنګ... Читать дальше...

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د بایسکل ځغلولو سیالۍ!

Pa.azadiradio.com 

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د نجونو او هلکانو د ټیمونو بایسکل ځغلولو سیالي وشوه. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا سیالي د پنجشنبې په ورځ په‎داسې ډول ترسره شوه چې سيالي کوونکو دا شعار بدرګه کاوه چې «نشه‎يي مواد انسان تباه کوي». د يادونې وړ ده چې د بايسکل ځغلولو دا ټيم د کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه روان او تر کاپیسا ولایت پورې به ۴۵ کیلو ميټره لاره ووهي. یاده دې وي چې دا سیالي د بایسکل ځغلولو فډراسیون په همکارۍ جوړه شوه.



Москва

Филипп Киркоров, Люся Чеботина, SHAMAN – 25 ярких звезд в Открытой студии «Авторадио» на «Премии МУЗ-ТВ 2024»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин утвердил проект строительства общественно-делового центра в ЗАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве выставили на продажу редкий Mercedes-Benz SLR McLaren за 100 млн рублей

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде


Бьянка Андрееску

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

McDonald's Grimace showed Mets fans what happens when something goes right this season



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России