Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2019

Новости за 29.08.2019

د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د متحد ایالتونو د لوی درستیز څرګندونې دلته اوریدلی شئ. د سولې له خبرو مو هم خبروو. د پخواني شوروي اتحاد اټومي چاودنې او د هغوی اغیزې هم درښکاره کوو.

هغه ونې چې په ځوانۍ کې یې ملا ماته شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښاروالۍ وایي چې د Lucky Dayana خصوصي شرکت چې له یوه امریکایي شرکت NTC سره تړون لري، په خپل سر د کابل د هوایي ډګر پر سړک ۲۴ ونې پرې کړي دي. په دې اړه شفیع کریمي راپور لري.



جان بولټن د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ملدووا په پلازمېنه چېشېناو کې د هغه هېواد له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل. دواړو خواو پر امنیتي مسایلو خبرې کړي دي. بولټن ملدووا ته تر تګ مخکې دوه ورځې په اوکراین کې تېرې کړې. دی د امریکا د حکومت تر ټولو لوړرتبه چارواکی دی چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې ملدووا ته سفر کوي. جان بولټن نن په چېشېناو کې د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره په ګډه خبري غونډه کې د ملدووا د حکومت د مبارزې چې د اداري فساد پر ضد یې کوي، ملاتړ وکړ. جان بولټن وویل: د امریکا... Читать дальше...

روسیې یو نیول شوی اوکراینی فلم جوړوونکی د مسکو یوه زندان ته لېږدولی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې رسنیو ویلي چې اوکراینی فلم جوړوونکی اولېح سېنسوف د روسیې په لېرې پراته ارکتیک کې له یوه زندانه د مسکو یوه توقیف ځای ته لېږدول شوی دی. د اوکراین حکومت، غربي دولتونو او د بشري حقونو د ملاتړ نړیوالو ادارو د اولېح سېنسوف پر توقیف سخت انتقادونه کړي دي. د روسیې خبري اژانسونو لکه تاس، انټرفکس او یو شمېر انټرنټي خپرونو لکه بازا او نیزيګر د پټو سرچینو په حواله نن د اګست په ۲۹مه خبر ورکړی چې اولیح سېنسوف په مسکو کې دوهم نمبر توقیف ځای ته استول شوی چې بوتیرسکایا زندان هم ورته ویل کېږي. اولیح سېنسوف... Читать дальше...



پاکستان د غزنوي توغندي ازموينه کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ وياند د اګست پر ۲۹مه ويلي دي چې د بېليسټيک توغندي کاميابه ازموينه يې کړې ده. د مېجر جنرل اصف غفور په خبره غزنوي ميزايل د اټومې وسلو وړلو توان هم لري.

افغانستان په دوو ازموینو کې، سوله او ولسمشریزې ټاکنې

Pa.azadiradio.com 

له یوې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو دوام او له بلې خوا په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو له لوري انتخاباتي مبارزو خلک په سوچ کې کړي دي. شفیع کریمي له نورو جزیاتو سره

ارګ: ترهګري‎ یوازې افغانستان ته نه، بلکې امریکا ته هم یو ستر ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه امریکايي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي، افغان حکومت وايي چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو لپاره منظمه برنامه لري.

د امريکا او طالب استازو تر منځ خبرې دوام لري

Mashaalradio.com 

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امریکا له مذاکراتي ډلې سره يي د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې وشوې چې ملا عبدالغني برادر او زلمی خلیلزاد هم پکې موجود ول.

د افغانستان د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه چاپ شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه په داسې حال کې چاپ شول چې په افغانستان کې ښوونیز کال تر نیمايي اوړي، خو لا هم د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو ته پوره درسي کتابونه نه دي رسېدلي.

د امریکا او طالب استازو خبرې نن ماسپښین بیا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې نن د اګست په نهه ویشتمه ماسپښین بیا پیلېږي.  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د خاص استازي زلمي خلیلزاد دفتر ازادي راډیو ته یو پیغام استولی او داخبره یې تأیید کړې ده.   په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه ناوخته پر ټوېټر لیکی وو چې د دواړو خواو خبرې تر نیمې شپې روانې وې، پرمهمو مسئلو پرمختګ شوی، خو د پرمختګونو جزیات يې نه دي څرګند کړي. سهیل شاهین لیکلي وو چې په پرونیو مذاکرو کې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني... Читать дальше...

قرېشي: له هند سره د هوايي لارې تړلو پرېکړه نه ده شوې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجي وزير فواد چودري د اګست په ۲۷مه پر ټويټر ليکلي و چې وزيراعظم عمران خان له هند سره د هوايي قلمرو په بشپړه توګه تړلو پر پرېکړه غور کوي.

د پښتون اتل ملک کالو خان پر قبر ګنبد جوړ کړل شو

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ملک کالو خان پر قبر ګنبد جوړ کړل شوی دی. له دې وړاندې د نوموړي قبر د کالو ډېر په يوه هديره کې يو عادي قبر و. کالو خان په ۱۶مې ميلادي پېړۍ کې د يوسفزيو لوی مشر پاتې شوی او د مغلو پر ضد يې د يوسفزيو د جنګ مشري کړې وه. نوموړي مغلو ته په لويو جنګونو کې ماتي ورکړې وه. نور حال د ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې.


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Сергей Шнуров пристыдил Киркорова из-за "Евровидения": "Тебе велели проклинать!"





Rss.plus
#123ru.net

Руководитель Росдетцентра Александр Кудряшов поздравил победителей номинации «Детская экскурсия» программы «Лига Экскурсоводов»




Стоимость откачки воды из одного торгового или бизнес-центра после затопления начинается от 5 млн рублей

Сергей Катырин: последствия санкций в промышленности удалось во многом нивелировать

В «Технополисе Москва» начнут производить инновационные биотехнологические лекарства

Эксперт Мурадян рассказал, как сэкономить на поездках в Европу




جان بس: طالبان یو پلو سوله غواړي او بل پلو مخابراتي شبکې ويجاړوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امريکا سفير وايي، طالبان له يوې خوا سوله غواړي او له بلې خوا مخابراتي شبکې ويجاړوي. پرون ماښام په خوست ښار کې د سلام مخابراتي شبکې په دفتر کې چاودنه وشوه. تر دې مخکې د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې هم د سلام مخابراتي شبکې يوه پايه والوځول شوه. وسله والو طالبانو تېره دوشنبه په يوه اعلاميه کې خبردارى ورکړى و چې د سلام مخابراتي شبکې پر مرکزونو او انتنونو به حملې کوي. په کابل کې د امريکا سفير جان بس تر دغو پېښو وروسته تېر ماښام په ټوېټر کې وليکل: طالبان وايي، دوى سوله غواړي... Читать дальше...

د کونړ چارواکي: ارګ ته مو د دانګام د تېرې ورځې د پېښې اطلاع ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولايت د والي مرستيال وايي، په دانګام ولسوالۍ کې يې د پرونۍ پېښې په اړه جمهوري رياست ته اطلاع ورکړې ده. پرون په دې ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د ويشتل شوي توغندي په چاودنه کې ٣ ماشومان ووژل شول او ٦ ماشومان ټپيان شول. د والي مرستيال ګل محمد بيدار پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: درې تنه شهيدان او ٦ تنه ټپيان لرو، موږ د عاجلې پېښې په اړه جمهوري رياست ته خبر ورکړى او د هغوى هدايت ته په تمه يوو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ډيپلوماتيک ماموريت ويلي چې دوى د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه تېره پنجشنبه امنيت شورا ته شکايت وړاندې کړى دى.

د پکتيا مخور او مشران په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي شول

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا ولايت قومي مخورو او مشرانو ويلي چې په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي دي. دوى دا خبره پرون په کابل کې د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې وکړه. د پکتيا د والي وياند وايي، په دې کتنه کې له قومي جوړښتونو په استفادې د سولې په ټينګښت کې د قومونو پر رول هم خبرې وشوې. عبدالله حسرت پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: د لويې پکتيا قبايلي جوړښت ته په کتو چې لا هم د قومونو رول او د جرګو مرکو دودونه خوندي دي، په دې برخه کې د دغو متنفذينو هڅې ګټورې تمامېداى شي. د والي وياند وايي، په... Читать дальше...

په ارزګان کې سږکال کرنيز محصولات د تېر کال په نسبت زيات وو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې سږکال کرنيز محصولات د تېر کال په نسبت زيات وو. ويل شوي چې د غنمو حاصلات په سلو کې ١٢ او د وچو او تازه مېوو حاصلات ٨ فيصده زيات وو. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست سمېع الله پرون ازادي راډيو ته وویل، يوه وجه یې وروستي ورښتونه وو. دی وایي: په غنمو کې تقريباً ١٢ فيصده زياتوالى راغلى و چې علت يې ورښتونه او ښه تخمونه وو چې د کرنې رياست دوى ته ورکړي وو، په وچو او تازه مېوو کې هم ٨ فيصده زياتوالى راغلى دى. خو په ارزګان کې بزګران شکايت لري چې د زراعتي محصولاتو لپاره مناسب بازار نه لري.

زخارووا: روسیې ته دوه تلونکي امریکایي سناتوران ممنوع الدخول وو

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا هغه دوه سناتوران چې ادعا کوي چې روسيې يې وېزې رد کړي، پوهېدل په هغه لېست کې شامل دي چې روسيې ته له ننوتلو منعه شوي دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پرون خبريالانو ته وويل، دغه لېست د امريکا په ځواب کې برابر شوى چې د روسيې د مشرانو جرګې ګڼ غړي امريکا ته ممنوع الدخول اعلان شوي دي. د امريکا سناتوران کريس مورفي او ران جانسن چې دواړه د کرملين منتقدان دي، روانه اوونۍ ويلي وو چې روسيې ورته د وېزې ورکړه رد کړې ده. دوى ويلي چې غوښتل يې د... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин исключил запрет для самокатчиков ездить по тротуарам в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Здоровая пища и «стенка на стенку»: в Тульской области пройдет XX Фестиваль Крапивы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России