هېواد: ځیني ګاونډي هېوادونه هڅه کوي د خپلو نفوذي کسانو پر مټ بریدونه وکړي
مطلب زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې څه کم یوه میاشت وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو بریدونه صفر، خو د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
مطلب زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې څه کم یوه میاشت وروسته پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو بریدونه صفر، خو د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
راپورونه وايي تېره شپه پر بګرام هوايي اډې څو توغندي ویشتل شوي. د ځايي چارواکو په وینا، دا توغندي د کاپیسا او بګرام ترمنځ سیمې څخه د یو موټر څخه پر بګرام هوايي اډې توغول شوي دي. د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قوماندان الوزي احمدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، توغندي بګرام هوايي اډې ته په نږدې سیمو کې لګېدلي، خو چاتهیې مرګژوبله نهده اړولې. د ښاغلي احمدي په وینا راکټ توغوونکي له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونو یې د نیولو او پېښې د څېړلو کار پیل کړی دی. دمګړۍ پر بګرام هوايي اډه د دې... Читать дальше...
طالبان هم اصرار کوي چې څو د دوی بندیان خوشې شوي نهوي د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته نهکېني.
په سمنګان کې چارواکي وايي، یوه زیاته اندازه چاودېدونکي مواد او په سړکونو کې اېښودل کېدونکي ماینونهیې نیولي دي. د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو ته وویل، دا چاودېدونکي مواد له مزار شریف څخه ولایتونو ته انتقالېدل. هغه زیاته کړه: "د چاودېدونکو توکو یو بار موټر چې له مزار شریف څخه کندز یا بغلان ته روان وو، د حضرت سلطان ولسوالۍ د یکهتوت په سیمه کې د ملي امنیت د مأمورینو لهخوا نیول شوي. په دې موټر کې ۵۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد چې پهکې ماینونه او نور شامل دي، موندل شوي دي." ښاغلی... Читать дальше...
پاکستان په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې اعلان کړی چې دې هېواد ته ټولې نړیوالې الوتنې د دوو اوونیو په مخه بندوي. لسګونه نورو هېوادونو هم نړیوالې الوتنې بندې کړې دي. د پاکستان ملکي هوايي ادارې پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دا بندیز چې تېره شپه پیل شو د اپرېل میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي. چارواکو ویلي په دې بندیز کې چارتر الوتکې هم شامل دي، خو د ډیپلوماتانو او بار وړونکو الوتکو ته په پاکستان کې د ښکته کېدو اجازه ورکړل شوې ده. هغه کسانو ته چې الوتنې یې لغوه شوي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، وروسته له هغې چې د ده دفتر یو غړی په کرونا ویروس اخته وبلل شو، دا او میرمنیې د (کووایډ-۱۹) کرونا ویروس معاینات کوي. مایک پنس پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل، د سپینې ماڼۍ معالج ډاکتر په دې باور نهدی چې دا دې په ویروس اخته شوی وي او په دې اړه دې معاینه ضرور وي. خو نوموړي وویل، د هغه ځانګړي موقعیت په خاطر چې د ولسمشر د مرستیال په توګهیې لري او د کرونا ویروس سره د مبارزې مشري کوي، نو دا او مېرمنیې ځانونه معاینه کوي. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو... Читать дальше...
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دا پېښه په افغانستان کې د هغو ښځو د راتلونکې په اړه چې د ډېرو بنیادي حقونو لپاره مبارزه کوي، څه وايي؟
د روسیې صدراعظم د خپل هېواد شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د اقتصادي ستونزو سربېره دې، خلکو ته کار او تنخوا ورکړي. میخایل میشستین د شنبې په ورځ په روسیه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه په حکومتي غونډه کې وویل، له کارونو څخه د خلکو لیرې کول باید وروستی انتخاب واوسي. نوموړي وویل، هغه شرکتونه چې خپل کارکوونکې له کارونو لیرې کوي، په اړه بهیې پلټنې او څېړنې وشي. د روسیې حکومت د اقتصادي تشویق په موخه د وړو او متوسطو شرکتونو پلټنې په لنډ مهاله توګه ځنډولي دي. خو اوس د روسیې صدراعظم خبرداری ورکړی... Читать дальше...
د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت په دې ایالت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دې صوبې ټول بازارونه، هوټلونه او مارکېټونه د ۳ ورځو لپاره د تړلو اعلان کړی دی. دا اعلان د خېبر پښتونخوا حکومت د شنبې په ورځ ناوخته په دې ایالت کې د کرونا ویروس د نویو مثبتو پېښو تر رامنځته کېدو وروسته د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې کړی دی. د ایالتي حکومت په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ټول مارکېټونه، بازارونه او هوټلونه به د یکشنبې د سهار له ۹ بجو څخه د سې شنبې تر ورځې پورې بند وي. خبرپاڼه زیاتوي چې د خوراکي توکو... Читать дальше...
کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې مصر په موقته توګه په دې هېواد کې ټول جوماتونه او کلیساګانې تړلي. دا په داسې حال کې ده چې د نورې نړۍ هېوادونو هم د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خلکو پر لویو غونډو او راټولېدو بندیزونه او محدویتونه لګولي دي. د مصر د اوقافو وزارت د شنبې په ورځ وویل، ټول جوماتونه د دوو اوونیو په مخه تړلي دي. په مصر کې د قبطی عیسویان مذهبي مشرانو هم د دوو اوونیو لپاره د کلیساګانو د تړلو پرېکړه کړې. مصر شااوخوا ۱۰۰ میلیونه نفوس لري چې په ۱۰۰ کې ۱۰ یې عیسویان دي. تر دې مخکې... Читать дальше...
همدارنګه تر ۲۷۸ زرو زیات په دې ویروس اخته شوي دي. له دوی شااوخوا ۹۲ زره کسان تر اوسه رغېدلي دي.
نن د اوبو نړيواله ورځ ده خو د خيبر قبايلي ضلعې د باړې په ډوره کلي کې له یوې لسیزې راهيسې د اوبو کویان په وچېدو دي چې له کبله يې ولس د باراني اوبو کارلو ته مجبور دی. د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وایي چې په روانه میاشت کې به په قبایلي ضلعو کې د څښلو اوبو منصوبې پيل کړي. نور تفصیل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د جوړجاړي هڅې په ټپه درېدلي حالت ته رسېدلې دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости