افغان او پاکستاني چارواکو د واګه بندر پر ټرانزیټي ستونزو خبرې کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو او یو شمېر سوداګرو نن سهار له پاکستاني چارواکو سره د واګه بندرله لارې هندوستان ته د صادراتي توکو د ټرانزیټ په ستونزو خبرې وکړې. د دغې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ښاغلي مهمند وویل، په دغه ناسته کې له پاکستان سره په ټرانزیټ کې د افغان سوداګرو د ننګونو په خاص ډول د واګه بندر له مسیر څخه هندوستان ته د افغان سوداګرو د صادراتي توکو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې مطرح شوې او د پاکستان د حکومت له لوري یې پر حل ټینګار وشو. Читать дальше...