امنیت شورا د سوریې شمال لوېدیځې برخې په اړه د روسیې غوښتنه رد کړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د روسیې لهخوا وړاندې شوی هغه پرېکړهلیک رد کړ چې د سوریې شمال لوېدیځې برخې ته چې د سوریې د یاغیانو په کنټرول کې ده، له ترکیې څخه د بشري مرستو رسول پر یوې لارې پورې محدودوي. پر روسیې سربېره د ۱۵ کسیزې امنیت شورا درې نورو غړو، چین، ویتنام او جنوبي افریقا د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ. روسیې چې د سوریې نږدې متحده ده، د دغه پرېکړهلیک مسوده وروسته له هغې د امنیت شورا پر غړو ووېشله چې وړمه ورځیې له چین سره یوځای د هغه پرېکړهلیک مسوده ویتو کړه چې له مخې یې له ترکیې څخه... Читать дальше...