د چینارتو اوسېدونکي: د لارې تړلو له امله د مرګ ګواښ سره مخ یوو
د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اوسېدونکې وايي، د لارې د تړل کېدو سره هر څه خلاص شوي او که مرکزي ادارې بېړنۍ مرستې ورسره ونه کړي نو زیات شمېر کسان به د ناروغیو او لوږې له امله خپل ژوند له لاس ورکړي.