Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 07.11.2020

په خوست کې وزیرستاني کډوال ژمنۍ مرستې غواړي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي، د مرستو د کمېدو له وجه یې ژوند تر بل هر وخت زیات ګران شوی دی. دوی وايي، دا یې په ګلان کیمپ کې اووم ژمی دی او ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي. چارواکي وايي، له نړیوالو ادارو څخه د وزیرستانیو کډوالو لپاره د مرستو اخیستو هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.

هشت صبح: افغان دولت باید د سختو ورځو لپاره چمتو ووسي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، دولت باید د سختو ورځو لپاره چمتو ووسي. د سرمقالې لیکوال، دا خبره د امریکا ټاکنو ته په اشارې لیکلي او زیاته یې کړې، که د امریکا ټاکنو پایله چې لا تر اوسه معلومه نه ده، بحران سره مخ کېږي نو دا ښکاره ده چې پر افغان سولې او هېواد کې پر امنیتي وضعیت به منفي اغېزه وکړې. نو د سر مقاله لیکونکي په خبره، افغان دولت باید د امریکا ټاکنو پایلو ته په تمه  نه شي بلکې د دې ورځو د کنټرول هڅې وکړې. سرمقالې کې راغلي، افغان دولت دې کوښښ وکړي چې د ۹۰یمې میلادي لسیزې ترخه تجربه یو ځل بیا تکرار نه‎شي. Читать дальше...

د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د مرکزي بانک کارکوونکی یما سیاوش ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

نن سهار شااوخوا اته بجې د کابل ښار څلورم مکروریانو سیمه کې چاودنې د افغانستان د مرکزي بانک کارکوونکی یما سیاوش په ګډون درې تنه ووژل. یما سیاووش د افغانستان د مرکزي بانک د عامه اړیکو سلاکار و چې ورسره په وژل شویو کسانو کې د دغه بانک د عمومي ریاست د امریت مرستیال انس او د افغانستان بانک ډرېور امین وژل شوي دي. د کابل پولیس وايي، دا چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې چې موخه یې خپله یما سیاووش و. د صدیق صدیقي غبرګون د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پېښه تأیید کړې او خواشیني یې ښودلې ده. Читать дальше...



د امریکا انتخاباتو په اړه له جهانګیرخټک سره مرکه

Mashaalradio.com 

په امریکا کې مېشت خبریال او شنونکی جهانګیر خټک وايي، ولسمشر ټرمپ د ځینو ایالتونو نتیجې په عدالت کې چېلېنج کړي. نوموړی وايي، که عدالت خپله پرېکړه واوروله نو نوماندان بیا اړکېږي چې د انتخاباتو پایلې ومني. له نوموړي سره فرخنده اسد مرکه کړې.

د ټرمپ خبرداری: جوبایډن باید د بریالیتوب خبره ونه‌کړي 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د نوومبر د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې یې د بریالیتوب ناسمه ادعا کړې ده، خبرداری ورکړ چې د ده سیال جوبایډن باید د بریالیتوب خبره ونه‌کړي.  د ډیموکراتانو کاندید جوبایډن د جمهوري غوښتونکو تر کاندید ډونالډ ټرمپ څخه د  پنسلوانیا، ارازونا، جورجیا او نوادا  په ایالتونو کې لږ مخکې شوی دی، خو په دې ایالتونو کې چې ګټونکی یې ولسمشرۍ ته رسېږي، لا هم د رأیو شمېرنه نه ده بشپړه شوې.

د امریکا د سترې محکمې یوه قاضي د جمهوري غوښتونکو وړاندیز رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سترې محکمې یوه قاضي د جمهوري غوښتونکو دا وړاندیز رد کړ چې په پنسلوانیا کې دې سمدستي د رأیو شمېرنه ودرول شي.  قاضي سامویل الیتوس دا پریکړه وروسته تردې وکړه چې جمهوري غوښتونکو په پنسلوانیا کې له سترې محکمې وغوښتل چې د هغو رایو شمېرنه دې ودروي چې وروسته تردې د پوستې له لارې رسیدلې دي چې د رأی اچولو مرکزونه تړل شوي وو.  جمهوري غوښتونکو له سترې محکمې د یو شمېر رأيو د شمېرنې د درېدو غوښتنه پرون وروسته تر دې وکړه چې په پنسلوانیا کې د جوبایډن رأیي لږ تر لږه ډونالډ ټرمپ زیاتې شوې.  دا ایالت... Читать дальше...

'ای.پي.اېل': سنرایزرس حیدراباد لوبډله نیمه پای لوبې ته ووتله

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې د جمعې په شپه سنرایزرس حیدراباد لوبډله د رویال چلنجرز بنګلور په ماتولو سیمي فاینل ته ووتله. حیدراباد لوبډلې د بنګلور له خوا د ۱۳۲ منډو هدف په څلورو وېکټو پوره کړ. راشد خان وتوانېد چې له شاوخوا شل متره لېرې په یوې 'ترو' یا د توپ په سیده اچولو انګلستانی لوبغاړی معین علي رن اوټ کړي. هغه بېګاه تر لوبې وروسته د 'ای.پي.اېل'خپروونکو ته وویل:"دا یوه حذفي لوبه او ګټل یې اړین و. ډېر فشار موجود، خو د خدای شکر چې موږ وګټله. ما فکر کاوه چې که په سم ځای په ثبات توپ اچونه وکړم، نو ښه نتیجه به ترلاسه کړم. Читать дальше...

اروپايي ټولنې پر ۱۵ بېلاروسي چارواکو بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر الکساندر لوکاشینکو ، د هغه پر زوی او ۱۳ نورو بېلاروسي چارواکو بندیزونه لګولي دي. دې ټولنې په خپله رسمي اعلامیه کې د یادو ۱۵ کسانو نومونه یاد کړي چې د نوي بندیز له مخې به د اروپا له ویزو منع وي او ملکیتونه به یې په اروپايي هېوادونو کې کنګل شي. اروپايي ټولنې په اکتوبر میاشت کې هم په ۴۰ لوړپوړو بېلاروسي چارواکو ځکه بندیزونه ولګول چې پر لاریون کوونکو په زور زیاتي او هم په ټاکنو کې په درغلیو تورن شوي وو. په بېلاروس کې د اګسټ په نهمه الکساندر لوکاشینکو د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان... Читать дальше...



دفاع وزارت: د کندهار ارغنداب د طالبانو له موجودیته پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار ارغنداب ولسوالي یې په بشپړه توګه د طالبانو له موجودیته پاکه کړه. دغه وزارت جمعه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارغنداب په عملیاتو کې تر ۲۰۰ زیات طالب وسله وال وژلي او ۱۰۶ تنه نور یې ټپيان کړي دي. په ارغنداب کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ شاوخوا لس ورځې سخته جګړه وشوه چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، ژر به د دغو کورنیو بېرته... Читать дальше...

حج او اوقافو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر حامدالحق څرګندونې غندلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر حامدالحق هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې ویلي یې دي افغان حکومت دې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي. حج او اوقافو وزارت په دې تړاو جمعه ناوخته اعلامیه ورکړې. حامدالحق  وړمه ورځ د پېښور زبیریه مدرسې ته ورغلی و او د افغانستان په تړاو یې خبرې کړي. نوموړي وسله وال طالبان بریالي وبلل، د هغوی جګړه یې چې ده جهاد ورته ویل توجیه کړه او هم یې افغان حکومت ته وړاندیز وکړ چې وسله والو طالبانو ته دې تسلیم شي. حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځای ناستی دی. Читать дальше...

پمپیو د میدان وردک د ښاروالې د پلار وژنه غندلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د میدان وردک د ښاروالې ظریفه غفاري د پلار عبدالواسع غفاري وژنه غندلې ده. عبدالواسع غفاري پنجشنبه په کابل ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپیو ویلي، له کله چې ظریفه غفاري تېر مارچ په امریکا کې د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله دوه واره پرې بریدونه شوي. پمپیو ویلي چې د مېرمن غفاري د پلار د وژل کېدو په خاطر له هغې، کورنۍ او ټولنې سره یې غمشریکي ښيي. اخوا د افغانستان جمهور رئیس هم د عبدالواسع... Читать дальше...

د ځینو هېوادونو ډیپلوماټيک ماموریتونه: پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه غندو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویو نړیوالو متحدینو پر ښوونیزو مرکزونو وروستي خونړي بریدونه غندلي او دا بریدونه یې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو کلکه سرغړونه بللې ده. په کابل کې د امریکا، بریټانیا، کاناډا، اسټرالیا، هالنډ، ناروې، سوېډن او ترکیې سفارتونو او د ناټو او اروپايي ټولنې سیاسي او ډيپلوماټیکو استازولیو د جمعې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپرې کړې ده. په دې اعلامیه کې راغلي چې د روان کال له جنورۍ راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې په ښوونځیو او د پوهنې پر منسوبینو ۴۵ واره بریدونه شوي چې دوی یې په اړه جدي اندېښنه لري. Читать дальше...

که د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د کاندیدانو رايي مساوي شي بل انتخاب به څه وي؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د رایو شمېرل لا هم روان دي او د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو پایله لا نه ده روښانه شوې. په داسې حالت کې دا پوښتنه راپورته کیږي چې که د دواړو کاندیدانو ټاکونکې رأیې یا الکتورل کالجونه مساوي وي د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک به څه ډول ټاکل کېږي؟ د امریکا متحده ایالاتونو له اساسي قانون سره سم ولسمشر د خلکو په مستقیمو رایو نه ټاکل کېږي. دا الکتورل کالج یا ټاکنیز پلاوی دی چې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته د مستقیمې رأیې حق لري او که چېرته یو کاندید امریکا له ټولو ۵۳۸ ټاکنیزو... Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت غړي: له امریکا سولې او اوربند غواړو

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت پرون د جمعې (د لړم ۱۶مه) په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت مخته له یو شمېر قومي مشرانو سره یو ځای ناسته درلوده، دوی له امریکا د سولې او اوربند غوښتنه کوله. د ازادي راډیو خبریاله هیلۍ اسد پرې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی:

ګاونډیو هېواونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنیوي هڅې

Pa.azadiradio.com 

افغان دولت د سيمې له هېوادونو څخه غوښتي چې، د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره له دوی سره کشفي معلومات شریک کړي.   د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سیمه ییز پروګرام غونډې چې په (۲۰۱۱) میلادي کال کې پیل شوي وې، تر څه ځنډ وروسته بيرته پیل شوې. دا پروګرام چې د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د افغانستان، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو استازو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون په کې کړی و، په دې غونډه... Читать дальше...

پنجشیر کې د څه د پاسه ۴۰ کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

په پنجشیر ولایت کې د څه د پاسه (۴۰) کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه. د پنجشیر د والي ویاند محمد منصور عنابي ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په لومړۍ پېښه کې په حصه اول ولسوالۍ کې څلوېښت کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او له دې ولایت څخه دباندې قاچاق کېدل. په دوهمه پېښه کې پولیسو په دې ولسوالۍ کې نږدې دوه کیلوګرامه تاریاک ونیول. د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

نږدې ۴۰ قاچاق کوونکي او د نشه يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د څه د پاسه څلوېښت قاچاق کوونکي او نشه يي موادو خرڅوونکي په جزا باندې محکوم کړي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د یوه حکم پر اساس چې د (۲۶) قضیو په اړه یې صادر کړی، د نشه يي موادو (۴۶) قاچاق کوونکي له لسو کالو څخه نیولې بیا تر (۳۰) کالو پورې په بند محکوم کړي دي. د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې څو نور تورن کسان هم د دې مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي چې دوسیې يې څېړل کېږي. هغه زیاته کړه: "په تېره یوه اوونۍ کې... Читать дальше...

په بلخ او کندز کې نشه يي مواد او شراب نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ او کندز ولایتونو کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې څو کیلوګرامه نشه يي مواد او شراب ونیول شول. په لومړۍ پېښه کې د بلخ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د مزار شریف ښار په اتمه ناحیه کې (۳۷) کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي و. د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل: پولیسو په یوه بله پېښه کې د عقرب د میاشتې پر (۱۳) نېټه د کندز ښار په څلورمه ناحیه کې (۵۰) لېټره شراب ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ ايښودل شوي و.

تخار ته د څه دپاسه ۱۰ کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت پولیسو تخار ولایت ته د څه دپاسه لسو کیلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله. پولیسو د کشم ولسوالۍ په مادابه سیمه کې یوولس کیلوګرامه هیرویین هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ څخه تخار ولایت ته قاچاق کړل شي. د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، د دې موادو د قاچاقو په تور د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان هم نیول شوي دي.



Москва

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Объем закупок у малого бизнеса с 2024 года составил почти 227 миллиардов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Игорь Бутман рассказал подробности о Московском джазовом фестивале




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве выставили на продажу редкий Mercedes-Benz SLR McLaren за 100 млн рублей

Футболисты ЮФУ одержали три победы в домашнем турнире

Московские школьники завоевали четыре медали на престижной Международной олимпиаде


Уимблдон

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Россия

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России