نواز شریف د سیند له ای جي سره د چلند په باب د پوځ پلټنې رد کړې
نواز شريف چې دا وخت په لندن کې دی،پرون ناوخته يې په خپل ټويټ کې که څه هم د چا نوم نه دی ياد کړی خو ويلي دي چې د ځان ژغورلو لپاره د لاندې کچې د افسرانو قربانۍ ورکولو کار د غندنې وړ دی.
نواز شريف چې دا وخت په لندن کې دی،پرون ناوخته يې په خپل ټويټ کې که څه هم د چا نوم نه دی ياد کړی خو ويلي دي چې د ځان ژغورلو لپاره د لاندې کچې د افسرانو قربانۍ ورکولو کار د غندنې وړ دی.
په غور ولایت کې نن د چهارشنبې (د لړم۲۱مه) په ورځ د ځوانانو لپاره د فوټبال لوبې پیل شوې. د دې ولایت د بدني روزنې رئیس امیر محمد غوري ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې د ځوانانو اته لوبډلې برخه لري چې۲۰ ورځې به دوام وکړې. د ښاغلي غوري په خبره، د دې لوبو موخه د زون په کچه غوره منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل دي.
پرون سې شنبه(د لړم ۲۰مه) ممبي انډینز لوبډلې د هند د کرکټ غوره لیګ ۲۰۲۰ اتلولي خپله کړه. تېره شپه ممبی انډينز او ډهلي کپټالز لوبډلې سره مخامخ شوي او په پایله کې لوبه د ممبي انډینز په ګټې تمامه شوه. د لوبې پچه ډهلي ګټلي وه، لومړی یې توپ وهنه وکړه او په پوره ۲۰ اورونو کې یې ۱۵۶ منډې جوړې کړې، د ډهلي لپاره شریاس ایر ۶۵ او ریشپ پنت ۵۶ منډې کړې وې، خو د ممبي انډینز توپ وهونکو وکولای شوی چې د ۱۵۷ منډو هدف په ۱۹م اوور کې پوره کړي. دا لومړی ځل وچې ډهلي لوبډله د 'ای.پي.اېل' ليګ پايلوبې ته لار پيدا... Читать дальше...
د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا ويروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د بستر کېدو شمېر تر ټولو لوړ حد ته ورسېد. یوازې د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) په ورځ نږدې ۶۲۰۰۰ کسان چې په کرونا ويروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته وو، د امریکا د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو روغتونونو کې بستر شول. په امریکا کې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ د څارنې یوې ادارې په خپل بلاګ کې لیکلي: "د بستر شویو لوړ شمېر ښيي چې د کرونا وبا د خپرېدو له پیل راهیسې تر ټولو بد پړاو ته ننوتلي یو." د بستر شویو تازه شمېر، په تېرو دوو اوونیو کې په... Читать дальше...
اسوبايي کوهلي په یوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلې ده. اوس یې هم مالي حالت څه ښه نه دی. په پښو معذورۍ یې ژوند نور هم سخت کړی خو بیا یې هم همت نه دی بایللی. نوموړې نه یوازې خپل تعلیم کړی بلکې اوس د خپل وروسته پاتې کلي د راتلونکې روښانولو لپاره نورو ماشومانو ته تعلیم ورکوي. په اړه یې د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
په ننګرهار کې د افغانستان هوايي ځواک یوه هليکوپټره لوېدلې چې پهکې ۲ تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. د افغانستان دفاع وزارت د هليکوپټرې د لوېدو پېښه او مرګژوبله تأیید کړې. د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې بېګا په ۱۲ بجو یوه «MI-17» هليکوپټره د تخنیکي ستونزې له امله د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې لوېدلې چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په ارزګان کې د ملي اردو چارواکي ادعا کوي چې ۲۳ وسله وال طالبان یې وژلي دي. په جنوب کې د ۲۰۵م اتل قول اردو ویاند محمد صادق عسي نن د چهارشنبې(د لړم ۲۱مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، یاد وسله وال طالبان په دهراود ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې د افغان هوايي بریدونو او د مخامخ جګړو پر مهال وژل شوي دي. نوموړی وايي، د یادو بریدونو او جګړو پر مهال ۱۴ تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي. عیسي وايي، د دغه بریدونو پر مهال د وسله والو طالبانو درې پټنځایونه او یو شمېر وسلې له منځه وړل شوي دي. محمدصادق... Читать дальше...
په امریکا کې سربېره په دې چې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر پرون له لسو میلیونو واوښت په یوه ورځ تر ټولو زیات ناروغان په کې بستري شول. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله امریکا کې نږدې ۶۲ زره تنه په روغتونو کې بستري شوي چې دا په یوه ورځ د بستري ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر دی. په دغه هېواد کې د څه باندې لسو میلیونو او دوه سوه او دوه پنځوس زره کرونايي ناروغانو له ډلې تر دې دمه نږدې ۲۴۰ زره کسان مړه شوي دي.
د ارمنستان او اذربایجان د یو نیم میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د شوې هوکړې له مخې روسي سوله ساتي ځواکونه په نګورنو قره باغ کې ځای پر ځای شول. لومړۍ جوپه کې ۲۰۰ روسي سوله ساتي ځواکونه پرون دې سیمې ته رسېدلي. د ارمنستان او اذربایجان تر منځ د جګړې د بندولو تړون چې د روسیې په منځګړیتوب پرون لاسلیک شو په باکو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو خو په یرووان کې بیا زرګونه کسانو د لاریونو په ترڅ کې خپل مخالفت ورسره وښود. د شوې هوکړې له مخې ، اذربایجان به د نګورنو قره باغ ځينې برخې او شاوخوا سیمې، چې په دې وروستیو جګړو کې یې نیولي وساتي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ازبکستان کې دی او د افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په تړاو خبرې کوي. ښاغلی عبدالله بېګا تاشکند ته رسېدلی دی. تمه ده نن مازیګر ښاغلی عبدالله د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیاییف سره وګوري. هغه به دغه راز د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د دیني چارو د کمېسیون له مشر سره هم وګوري. ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په هدف تر دې مخکې پاکستان او ایران ته هم سفرونه کړي دي.
د کابل په یوولسمه حوزه کې یوې ماین چاودنې دوه افغان امنیتي منسوبین وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یوه بیان کې دا پېښه تایید کړې ده. هغه ویلي نن سهار په شپږ نیمو بجو د یوولسمې حوزې په لب جر سیمه کې مقناطیسي ماین د پولیسو په یوه رنجر موټر چاودلی دی او افغان منسوبینو ته یې دا مرګژوبله اړولې ده. په کابل کې همدا اوونۍ د شنبې په ورځ په یوه موټر باندې د مقناطیسي یا چسپکي ماین چاودنې د یوه پخواني خبریال یما سیاوش په ګډون درې کسان ووژل. کومې ډلې د دغو... Читать дальше...
د ارزګان په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې وروستیو جګړو زرګونه کسان په دې سیمو کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي. دا کورنۍ چې اوس د ترینکوټ ښار په څنډو کې خورې ورې تر خیمو لامدې اوسېږي، په دې سړه هوا کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د ارزګان چارواکي وايي، د دې کورنيو بې ځایه شویو په سروې بوخت دي څو مرستې ورته تنظیم کړي. نور تفصیل له ترینکوټ څخه د ازادي راډیو د خبریال شریف الله شرافت راپور کې ورکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې فرصتونو، د جګړې لیکو ته د طالبانو خوشې شویو زندانیانو بېرته ګرځېدل او د سینما پارک نړولو په اړه تبصرې او لیکنې شوي دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت باید له امریکا او عام افغانان باید له افغان حکومت څخه وپوښتي چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو ضمانت څه و؟ د سرمقالې لیکوال دا پوښتنه په داسې حال کې مطرح کړې، چې افغان حکومت په وار وار ویلي چې خوشې شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او عملاً افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جنګېږي. Читать дальше...
هفپوسټ هفپوسټ ورځپاڼې د امریکا له منتخب ولسمشر جوبایډن څخه د طالبانو وروستۍ غوښتنې ته پام اړولی او لیکي، طالبانو د سې شنبې په ورځ د بایډن له نوې ادارې وغوښتل چې د فبرورۍ د میاشتې تړون ته ژمن پاتې شي، هغه تړون ته چې له مخې یې امریکایي ځواکونه د راتلونکې کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي. طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې دا تحریک غواړي د امریکا نوي منتخب ولسمشر او راتلونکې ادارې ته یې په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د هواري لپاره تر ټولو منطقي او اغېزمنه وسیله همدا د دوحې تړون دی چې باید تطبیق شي. Читать дальше...
د فلسطین لوړپوړی ډیپلومات او د ازادۍ ادارې عمومي منشي صائب عریقات د کرونا ویروس له کبله په ۶۵ کلنۍ کې مړ شو. د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سې شنبې په ورځ (د نومبر په لسمه) وویل چې د عریقات مړینه د فلسطین او دې هېواد د خلکو لپاره لویه ضایعه ده. عباس په فلسطین کې درې ورځې ماتم اعلان کړ. عریقات په ۲۰۱۷م کال کې د سږو عملیات کړي وو او په دې وروستیو کې په کرونا ویروس اخته شو او تېره میاشت په ویسټ جروزیلم روغتون کې بستر شو. د ده مړی له لویديځې تړانکې رام الله ته انتقال شو او د فلسطین د جمهوري ریاست په ودانۍ کې یې فاتحه واخیستل شوه. Читать дальше...
بریتانیا د بېلاروس دوه ډیپلوماټان وروسته له هغه وایستل چې مینسک دوه بریتانیايي ډیپلوماټان له بېلاروسه وایستل. دا په داسې حال کې ده چې په بېلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې لاریونونه زیات شوي او لاریون کوونکي له ده د استعفا غوښتنه کوي. د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې په بېلاروس کې ولسمشريز انتخابات وشول چې لویدیځ یې د نتيجې له منلو ډډه کړې ده. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب د نومبر په نولسمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "د لوکاشینکا رژیم نه شي کولای له درغلو ډکو انتخاباتو... Читать дальше...
د شانګهای سرمشریزې ته په وینا کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې شته ننګونو ته باید پام وشي. ښاغلي خان د افغانستان په اړه په وینا کې دا هم زیاته کړه چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل باید د سولې د مذاکراتو یوه مهمه برخه وي. هغه زیاته کړه: "موږ باید د شته ننګونو په اړه هم متوجه و اوسو، په تېره بیا د کورنیو او باندنیو مخربو رول ته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات راشي، په پوره عزت د افغان کډوالو ستنېدل باید د سولې د خبرو یوه مهمه برخه وي." پاکستان د یو زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی. Читать дальше...
په ننګرهار کې په کرونا ویروس اخته شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو د درملنې لپاره روغتون پرانیستل شو. د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو مرستیال رياض الله درمل پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل چې له دې روغتونه د ختيځ زون ټول نظامي مسئولين ګټه اخیستلای شي. د کورنیو چارو وزارت پلان لري چې د دې کال په جریان کې اساسي تعمیر او تجهیزات د دې روغتون لپاره واخلي چې په اوږده مهال کې له دې روغتونه پرته د کرونا ویروس له درملنې، په ځانګړې توګه د ټپيانو د بېړنۍ رسېدنې او هغو خدماتو په برخه کې فعالیت وکړي چې اوس پولیس پر مرکز اتکا کوي. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په جوزجان ولایت کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۳ ملکیان وژل شوي دي. د دې وزارت د مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه پرون ناوخته وشوه. هغه زیاته کړه: "کله چې لمونځ کوونکي له جوماته راوتل او د کور پر خوا روان وو طالبانو ورباندې ډزې پیل کړې او له بده مرغه درې هېوادوال یې شهیدان کړل." طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې په دې هېواد کې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
د روسیې ولسمشر وايي، پر بېلاروس، قرغزستان او ماډووا بهرني فشارونه د منلو وړ نه دي. د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د سې شنبې په ورځ د شنګهای همکارۍ سازمان په ویډيويي غونډه کې وویل چې پر بېلاروس بهرني فشارونه زیات شوي دي او دا فشارونه د منلو وړ نه دي. په بېلاروس کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې د اګست په نهمه د ولسمشريزو انتخاباتو په نتیجه کې الکساندر لوکاشینکا ګټونکی اعلان شو. لاریون کوونکي له لوکاشینکا غواړي چې استعفا ورکړي. د بېلاروس سیاسي مخالفان او لویديځ هیوادونه وايي، چې په دغو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې وې. Читать дальше...
وروسته له هغه چې د محمد حنیف په نوم د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مشر په فراه کې ووژل شو، د دې ولایت یوه لوړپوړي چارواکي هغه ډېره خطرناکه بللی دی. د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون وویل چې محمد حنیف پاکستانی و او په بکوا ولسوالي کې ووژل شو. د فراه والي تاج محمد جاهد وايي، د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده د مشر محمد حنیف د ورانکارو فعالیتونو ساحه تر فراه ولایت وړاندې وه. ښاغلي جاهد پرون ماسخوتن له ازادي راډيو سره په خبرو کې یاد کس ډېر خطرناک وباله. جاهد زیاته کړه: "د هغه فعالیتونه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости