Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 12.11.2020

د صنعت او سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ترمنځ هوکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ترمنځ نن یو تفاهم لیک لاسلیک شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس جواد دبیر ازادي راډیو ته وویل چې د تفاهم لیک له مخې د جوازونو د وړکړې ټول فعالتیونه به "د صنعت او سوداګرۍ وزارت واحد چتر" لاندې مخکې وړل کېږي. ښاغلي دبیر د دغه سیسټم له رامنځته کېدو هدف، د وزارتونو ترمنځ همغږي، د پانګونې او سوداګرۍ، د کار په برخه کې د سهولت رامنځ ته کول بولي. نوموړی زیاتوي، ملي بانک، مالیې، عامې روغتیا او اطلاعات او فرهنګ وزارت تر... Читать дальше...

تمه ده هرات کې د 'زعفران ګل' ۶م لوی نندارتون جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې نن د پنجشنبې (د لړم ۲۲مه) په ورځ په هرات ولایت کې د 'زعفران ګل' شپږم لوی نندارتون جوړ شي. د افغانستان د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینې له مخې روان کال به د تېر کال پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راشي. هرات د افغانستان د زعفرانو لوی تولیدونکی ولایت دی چې د هېواد ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي. د رستمي په وینا روان کال په ټول هېواد کې د زعفرانو کښت کې زر هکتاره نور هم زیاتوالی راغلی او د بامیان، غزني، دایکندي، بدخشان او یو شمېر... Читать дальше...

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو پوځیانو د جرمونو د څېړنې په‌پار څارنوال ګوماري

Pa.azadiradio.com 

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو سرپلټونکي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ د ناقانونه وژنو او د وسله والو شخړو قانون نه د نورو احتمالي سرغړونو په اړه یوه څلور کلنه پلټنه پیل کړه. دا پلټنه د اسټرالیایي رسنیو او افشا کوونکو له‌خوا د ولسي افغانانو او بې وسلې بندیانو د وژنې په اړه د تورونو له پورې کېدو وروسته پیل شوه. په‌دې کې د یوه بندي ویشتنه چې په هلیکوپټر کې ځای خالي شي او د یوې چاپې پر مهال د یوه شپږ کلن ماشوم وژنه هم راځي. د دې کال لومړیو کې سرپلټونکي ۵۵ جلا جلا بالقوه موارد... Читать дальше...



پېښور کې د ټیټ قد لرونکو ترمنځ سیالۍ شوې دي

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د نومبر پر ۱۰مه د ټیټ قد لرونکو ترمنځ د بېلا بېلو لوبو سیالۍ شوې دي. د خیبر پښتونخوا د لوبو اداره هر کال د دوی لپاره سپورټي سیالۍ برابروي. د ټیټ قد لرونکي وايي، دوی د هر کار کولو پوره وړتیا لري نو باید له مساوي موقعو برخمن وي. ویډيويي رپورټ.

افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو جرایمو څېړلو لپاره د یوه څارنوال ګمارنه

Pa.azadiradio.com 

استرالیا په افغانستان کې د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د جنګي جرایمو د ادعاوو پر څېړلو یو ځانګړی څارنوال ګماري. د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو سرتېرو د چلند په اړه د راپور تر خپرېدو مخکې خبرداری ورکړ چې د «جدي او احتمالاً جنايي  ناوړه چلند» د ادعاوو اټکل کوي. د استرالیا د دفاعي ځواکونو سرپلټونکي په ۲۰۱۶م کال کې د استرالیايي ځواکونو له‌خوا په غیر قانوني ډول د وژنو د ادعاوو او د وسله‌والو شخړو پر مهال له قانونه د نورو سرغړونو د احتمال په اړه څلور کلنه ارزونه پیل کړه. Читать дальше...

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو تکړه خبریال محمد الیاس داعي نن سهار په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې د داعي ورور ټپي شوی دی. ښاغلی ځواک زیاتوي: "په ډېره خواشینۍ سره یادونه کوو چې نن سهار د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي پر موټر چسپکي ماین انفجار کړی دی، په ترڅ کې نوموړی شهید شوی، یو ورور یې هم ټپي شوی دی. په سیمه کې دوه ملکیان چې یو یې ماشوم او یو غټ دی، ټپیان شوي دي." په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو... Читать дальше...

بایډن خپل پخوانی همکار ران کلېن د خپل دفتر د رئیس په توګه وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن خپل پخوانی همکار ران کلېن (Ron Klain) په سپینه ماڼۍ کې د خپل دفتر د رئیس په توګه وټاکه.  دا د امریکا په راروانه اداره کې یوه مهمه څوکۍ ګڼل کېږي. د کلېن ټاکل کېدل هغه لومړیتوب جوتوي چې بایډن د کرونا ویروس د کنټرول او د امریکا د لړزانده اقتصاد د مدیریت لپاره ټاکلی دی. ران کلېن په ۲۰۱۴م کال کې په لوېدیځه افریقا کې د ایبولا ناروغۍ په وړاندې د مبارزې هڅې همغږې کولې. هغه په ۲۰۰۹م کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې له اقتصادي بحرانه د ژغورنې د پلانونو په عملي کولو کې هم رول لوبولی و.

نیویارک کې د کرونا ویروس له امله تازه محدودیتونه اعلان شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ایالت کې تازه محدودیتونه په داسې حال کې اعلان شول چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې اوج ته رسېدلې دي. د نیویارک ګورنر اندریو کومو اعلان وکړ چې بارونه، رستورانتونه او جېمونه باید د شپې له لسو بجو وروسته بند وي، دغه‌راز تر لسو زیات کسان پر یوه ځای نه‌شي سره راټولېدای. ګورنر پرون له رسنیو سره په ټیلیفوني تماس کې وویل: "موږ وینو چې د نورې نړۍ په څېر په نیویارک کې هم د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي." بل‌خوا د نیویارک ښاروال بېل دي... Читать дальше...



نګورنو قره‌باغ کې د اوربند تر موافقې وروسته زرګونه کسان سړکونو ته راووتل

Pa.azadiradio.com 

له اذربایجان سره د نګورنو قره‌باغ د اوربند تر موافقې وروسته زرګونه کسان د ارمنستان پلازمېنې یریوان پر سړکونو راووتل او له صدراعظم نیکول پاشینیان څخه‌یې د استعفا غوښتنه وکړه. خو اذریانو د جګړې د پای ته رسېدو هرکلی کړی دی. په ارمنستان کې د نظامي وضعیت پر مهال پر لاریونونو بندیز لګېدلی، خو مظاهره‌چیان پر دې سربېره د یریوان په مرکزي کتابتون څلورلاره کې راټول شول او صدراعظم نیکول پاشینیان‌يې ملي خاین وباله. خو صدراعظم پاشینیان پر خپله فېس‌بوک پاڼه د یوه وېډيويي پیغام په خپرولو سره وویل چې د نګورنو... Читать дальше...

د اداري فساد ضد شپږم کلنی کنفرانس افغانستان کې ننګونې او پرمختګونه ارزوي

Pa.azadiradio.com 

د اداري فساد پر ضد شپږم کلنی کنفرانس په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ننګونې او پرمختګونه ارزوي.   دا کلنۍ غونډه د ژنیو کنفرانس په درشل کې نن په کابل کې جوړېږي. په دې غونډه کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاینز، د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس وان براندت، کارپوهان، چارواکي، د مدني ټولنې استازي او هغه شریکان ګډون کوي چې د اداري فساد پر وړاندې له افغانستان سره همکاري کوي.   د اروپايي ټولنې سفیر په دې اړه وايي چې له فساد سره... Читать дальше...

د ځینو روسي مذهبي مشرانو فتوا: مسلمانان دې له غیر مسلمانو سره ودونه نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې یو شمېر مسلمانو مذهبي مشرانو فتوا صادره کړې چې مسلمانان دې له غیر مسلمان وګړو سره ودونه نه‌کوي.   له دې اقدام سره د روسیې په ملي اسلامي شورا کې مخالفتونه رامنځته شوي او دې مسئلې ته د نړیوالو پام وراوښتی دی.   په روسیه کې د مسلمانانو د مذهبي مشرانو شوراګانو ریاست په جولای میاشت کې دا فتوا ورکړې وه.   د دې فتوا له مخې یوازې مسلمان نارینه کولای شي له غیر مسلمانې ښځې سره د یوه مفتي له تأیید وروسته واده وکړي.   تر دې فتوا یوه ورځ وروسته د یاد ریاست مرستیال مشر دامیر موخیت دینوف په... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ایران لږ غني کړي یورانیم تر موافقه شوې کچې زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

د اټمي وسلو د څار په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې ایران لږ غني کړي یورانیم تر هغې کچې زیات کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د موافقې له مخې ټاکل شوې.   دغې ادارې په خپل څلور میاشتني راپور کې ویلي چې د نومبر تر دوهمې نېټې پورې ایران د شااوخوا دوه نیمو زرو کیلوګرامه لږ غني شویو یورانیمو ذخیره ټوله کړې. د ایران د لږ غني شویو یورانیمو مقدار په اګسټ میاشت کې ۲۱۰۵،۴ کیلوګرامه راپور شوی وو.  په ۲۰۱۵م کې ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د اټمي پروګرام د محدودولو یوه موافقه وکړه. په دغو هېوادونو... Читать дальше...

ډونالد ټرمپ په الاسکا ایالت کې د رایو ګټونکی اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په الاسکا ایالت کې د رایو ګټونکی اعلان شو، خو دا نتیجه به د انتخاباتو پر عمومي نتیجه هېڅ اغېز ونه‌لري.   امریکايي رسنیو په الاسکا کې د انتخاباتو نتیجه اته ورځې وروسته له انتخاباتو پرون اعلان کړه.  الاسکا د الکټرول کالج درې رایې لري او په دې ایالت کې د ټرمپ په بریالي کېدو سره په الکټرول کالج کې د هغه رایې ۲۱۷ ته ورسېدې.   خو د ده ډیموکرات سیال جوبایډن د الکټرول کالج لپاره تر ۲۷۹ رایو زیاتې ګټلي چې په نتیجه کې یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی شو.   د قانون له... Читать дальше...

ایران او پاکستان د افغانستان سوله کې پر نږدې همکارۍ توافق وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې د ملاتړ په برخه کې له یو بل سره پر نږدې همکاري توافق وکړ.   د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او صدراعظم سره هم د خبرو په اجنډا کې افغانستان هم شامل وو.   محمد جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۱مه) په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل: "د افغانستان، سیمې او فارس خلیج په اړه مو ډېر ښه بحث درلود. د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو او د ایران د اټمي موافقې په اړه مو هم خبرې وکړې."  د پاکستان د بهرنیو... Читать дальше...

چارواکي: کندهار کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال لسګونه وسله‌وال ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي د وسله‌والو مخالفینو د لسګونه کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د والي ویاند احمد بهیر احمدي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په یو شمېر ولسوالیو کې تصفیوي عملیات روان دي.   ښاغلی احمدي زیاتوي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د دښمن د ځپنې په هدف تصفیوي عملیات ترسره شوي. په دغو عملیاتو کې ۳۹ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۱۸ نور يې ټپيان شوي دي." د ده په وینا د ماین جوړولو یوه فابریکه له‌منځه وړل شوې او ۱۷۵ ماینونه حنثی شوي.   ښاغلي احمدي ادعا وکړه چې د ژړۍ... Читать дальше...

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته تازه نفسي ځواکونه لېږل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، حصارک ولسوالۍ ته تازه نفسي ځواکونه او کافي مهمات لېږل شوي دي. د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د چهارشنبې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: "له دوو ورځو راهیسې طالبان هڅه کوي پر حصارک ولسوالۍ جنګ وکړي، پر امنیتي پوستو باندې ډزې کوي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي." ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پر خپله ټويټرپاڼه د حصارک ولسوالۍ... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: اوربند باید د سولې بهیر پر مهال وي نه د سولې خبرو پایله کې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، اوربند باید د سولې د بهیر پر مهال وي نه د سولې د خبرو په پایله کې. رولاند کوبیا ویلي چې په افغانستان کې سر له اوسه باید اوربند وشي ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده او نړیواله ټولنه هم همدا غواړي.   رولاند کوبیا د چهارشنبې په ورځ پر خپله تويټرپاڼه لیکلي: "اروپايي ټولنه نه‌غواړي چې د سولې پروسه مو د اوربند پر لور بوځي، ځکه کېدای شي دا یو لیرې نېټه وي، خو هغه اوربند چې د سولې له بهیر سره یوځای وي، باید همدا اوس وشي." د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال... Читать дальше...



Москва

Парадоксы двойного стандарта


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о волонтерском движении Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Галич

Остров Чилаг — по произведениям Александра Галича




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На Играх стран БРИКС выступят выпускники амурских спортшкол

Прославленный вратарь Икер Касильяс присоединился к кампании Hisense «Ставшие легендой» в поддержку УЕФА ЕВРО 2024™

Турнир по рукопашному бою в Солнечногорске собрал 250 спортсменов


Ролан Гаррос

Свёнтек сравнялась с Шараповой по победам на турнирах Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Брановицкий

Создание и продвижение КАНАЛА, ГРУППЫ или ЧАТА в WhatsApp, Telegram, Там Там и других мессенджерах.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России