ټرمپ د چینايي کمپنیو په اړه یو فرمان لاسلیک کړ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرائیه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې په چینايي کمپنیو کې د امریکايي شرکتونو پانګونه منع کوي. واشنګټن وايي، دغه چینايي کمپنۍ یا د چین د پوځ دي، یا د پوځ په کنټرول کې دي. د پروني فرمان یو هدف دا دی چې په ۳۱ چینايي کمپنیو کې د امریکا د پانګونې د شرکتونو او د تقاعد د صندوقونو د پانګونې مخه ونیول شي. د امریکا دفاع وزارت څه موده مخکې ویلي وو، د چین پوځ د دغو شرکتونو ملاتړ کوي.