Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 15.11.2020

د نړۍ ۱۱م ډېر کرونا ویروس لرونکی هېواد؛ مکسیکو بندیزونه نه‌لګوي

Pa.azadiradio.com 

مکسیکو د نړۍ ۱۱م هېواد شو چې د کرونا ویروس پېښې یې تر یو میلیون واوښتې، خو د امریکا او نورو هېوادونو خلاف مکسیکو په پام کې نه‌لري چې بندیزونه ولګوي.  د دغه هېواد د روغتیا وزارت پرون وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵ زره ۸۶۰ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو میلیون او ۳ زره ۲۵۳ ته ورسېد.  په دغه هېواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس له کبله ۹۸ زره ۲۵۹ تنه مړه شوي دي.

چین او ۱۴ نور هېوادونه د نړۍ تر ټولو ستره سوداګريزه موافقه لاسلیکوي

Pa.azadiradio.com 

چین او ۱۴ نور هېوادونه به نن (یکشنبه) د جنوبي اسیا هېوادونو د کالنۍ سرمشریزې په څنګ کې د نړۍ تر ټولو ستره سوداګريزه موافقه لاسلیک کړي.  سږ کال د جنوبي اسیا یا اسیان د سرمشریزې کوربه د ویتنام د هانوۍ ښار دی، خو د کرونا ویروس د وبا له کبله به د غونډې برخه‌وال د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.  تجارتي موافقه به هم په مجازي ډول لاسلیک شي.  دا موافقه به چې د سیمې هر اړخیز اقتصادي مشارکت بلل شوې، تعرفې ټیټې کړي او د ۱۵ لاسلیکوونکو هېوادونو ترمنځ به سوداګريزو خدماتو ته لار پرانیزي.

د مینګورې په ارزانه بازار کې د اړتیا شیان کم دي

Mashaalradio.com 

د سوات مینګوره کې ضلعې انتظامیې د خلکو سره د مرستې په موخه یو بازار پرانېستی چې پکې په ارزانه بیه خلکو ته سود سودا د خرڅ لپاره اېښودل شوې ده. خو خلک وايي، په بازار کې ډېر کم څیزونه شته چې د هغوی ضرورتونه نه پوره کوي. هغوی وايي، یواځې اوړه په بازار کې شته خو هغه هم په محدوده پیمانه په خلکو پلورل کېږي. د خلکو په وینا د بازار نوم ارزانه بازار دی خو په اصل کې څیزونه پکې په ګرانه بیه خرڅېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.



د رومانیا یوه روغتون کې اور لګېدو ۱۰ تنه مړه کړي او څو نور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د رومانیا په یوه روغتون کې چې د کرونا ویروس ناروغان په‌کې بستر ول، د اور لګېدو له کبله ۱۰ تنه مړه شوي او څو نور ژوبل شوي دي.  د رومانیا د بېړنیو حالاتو ادارې وویل چې دا پېښه پرون د دغه هېواد د شمال ختیځ د پایترا نیمت ښار د روغتون په عاجله څانګه کې وشوه.  د ازادي راډیو رومانیايي څانګه وايي چې مړه شوي ناروغان هغه کسان دي چې ناروغي یې سخته وه او ونتلاتورونه‌یې (د تنفس مصنوعي دستګاه) کارول.  په دې پېښه کې یو ډاکتر هم سخت سوځېدلی چې هڅه‌یې کوله ناروغان له اوره وژغوري.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر: ممکن له منځني ختیځه د پوځیانو ایستل چټک کړو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر ویلي چې ممکن له منځني ختیځه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر چټک کړي.  مېلر، د دفاع د سرپرست وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د امریکا وسله‌والو ځواکونو ته په خپل لومړني پیغام کې لیکلي چې ټولې جګړې باید پای ته ورسول شي او هغه وخت راغلی چې پوځیان باید خپل هېواد ته راوګرځي.  ده په ځانګړي ډول د منځني ختیځ یا افغانستان نوم نه‌دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات لا هم د هغه جنګ پای ته رسولو ته ژمنه ده چې القاعده شبکې په ۲۰۰۱ کال امریکا ته راوړه. Читать дальше...

د ټرمپ لسګونه زرو پلویانو د انتخاباتو پر پایلو د اعتراض لپاره لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن له بري یوه اوونۍ وروسته د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ لسګونه زرو پلویانو پرون په واشنګټن کې د انتخاباتو پر پایلو د اعتراض لپاره لاریون وکړ او ادعا یې وکړه چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.  دوی بیرغونه رپول او د ټرمپ په شان خولۍ یې پر سر کړې وې چې پرې لیکل شوي وو «ټرمپ امریکا ته بیا عظمت ورکوي.»  لاریونوالو نارې وهلې، د امریکا متحده ایالات او څلور کاله نور.   دوی د انتخاباتو له نتیجو د نارضایتۍ نښې هم په لاسونو کې لرلې.  دې لاریون په ټولنیزو شبکو کې د ټولې امریکا د خلکو ډېر پام ځان ته واړاوه.

د ارمنستان د اپوزېسیون «وطن» ګوند مشر ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د اپوزېسیون «وطن» ګوند مشر ارتُر وانیڅیان د کودتا او د صدراعظم د وژنې د توطئې په شک ونیول شو. د هغه مدافع وکیلې لوزین سهاکیان ویلي، وانیڅیان چې پخوا د ارمنستان د ملي امنیت د خدماتو ادارې رئیس و، پرون د تحقیقاتو څانګې ته د یوې غونډې په نیت تر تلو وروسته ونیول شو. مېرمن سهاکیان په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې مؤکل‌یې پر قدرت د منګولو خښولو او د صدراعظم نیکول پاشینیان د ترور د توطئې په شک نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د صدراعظم نیکول پاشینیان پر ضد اعتراضونه روان دي. اعتراضونه... Читать дальше...

د ګرجستان پلازمېنه کې د اپوزېسیون زرګونه مظاهره‌چیانو اعتراض

Pa.azadiradio.com 

د اپوزېسیون زرګونه مظاهره‌چیانو پرون د ګرجستان د پلازمېنې لارو سړکونو ته راووتل او له سره‌یې د پارلماني ټاکنو غوښتنه وکړه. دوی پرون/شنبه په تبلیسي کې د پارلمان مخې ته راټول شوي وو چې د اکټوبر د ۳۱مې نېټې د پارلماني ټاکنو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي. په هغو ټاکنو کې چې پایلې یې لانجمنې بلل شوي، واکمن «د ګرجستان رویا ګوند» زیاتې څوکۍ ګټلې دي. اپوزېسیون ګوندونه وايي، په هغو پارلماني ټاکنو کې درغلي شوې او دوی د ټاکنو نتیجه بایکاټ کړې ده. په پام کې ده د ټاکنو دوهم پړاو راروانه شنبه (د نومبر پر... Читать дальше...



سویس کې لسګونه افغانانو افغانستان کې د ناامنیو د بندېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په سویس کې په لسګونو افغان فرهنګیانو او فعالانو په یوه غونډه کې په افغانستان د ناامنیو د روانۍ لړۍ د بندېدو غوښتنه وکړه. د دغو افغانانو له ډلې، خبریال حمید پژمان برايي ازادي راډیو ته وویل، دوی په پلازمېنه برن کې له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه مطرح کړه. ښاغلی پژمان زیاتوي: "موږ غواړو چې دا جنایتونه وغندو. له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغانستان ستونزې ته پام وکړي. یوازې دې نندارچیان نه‌وي. پر طالبانو، داعش ډلې او نورو وسله‌والو مخالفانو چې زموږ ځوانان، محصلان او روحانیون وژني، غږ کوو، تر دې... Читать дальше...

جلال‌اباد کې د یوې موټربم چاودنې مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په مرکز جلال‌اباد کې د یوې موټربم چاودنې مخه نیول شوې ده. عطاالله خوګیاڼي برايي ازادي راډیو ته وویل، په دې موټر کې د ۲۵ بوجۍ چاودېدونکو توکو ترڅنګ نور مهمات هم ترلاسه شوي. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "یاد موټربم د جلال‌اباد په نهمه ناحیه کې کشف شوی دی. له دغه موټر څخه د ۲۵ بورۍ چاودېدونکو توکو ترڅنګ د پيکا ۱۰۰۰ ګولۍ، د زیکو-۱ دوه سوه ګولۍ، د کلاشنیکوف څه باندې ۵۰۰ ډزه ګولۍ او د ماین پنځه عدده ریموټ کنټرول کشف شوي دي." د ننګرهار چارواکو پرون ناوخته د ملي امنیت له‌خوا د... Читать дальше...

د هلمند چارواکي: د الیاس داعي د وژنې قضیې په اړه جدي پلټنې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د والي ویاند وايي، د ازادي راډیو د پېژندل شوي خبریال محمد الیاس داعي د وژنې د قضیې په اړه پلټنې په جدیت روانې دي. عمر ځواک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، کشفي او امنیتي ادارو خپل کارونه پیل کړي. ښاغلی ځواک زیاتوي: "امنیتي ځواکونو پیل ورباندې کړی دی. تر ډېره بریده دې موضوع ته داخل شوي دي، ترڅو چې دقیق معلومات وشي او دوی خپلې دقیقې څېړنې وکړي. په دې اړه ټول معلومات به بیا له تاسو سره شریک کړو." محمد الیاس داعي تېره پنجشنبه په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. Читать дальше...

د لیورپول په مصري فوټبالر محمد صلاح کې د کرونا ویروس نښې ښکاره شوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د لیورپول ټیم په مصري فوټبالر محمد صلاح کې د کرونا ویروس نښې ښکاره شوې دي. د دغه ټیم د ډاکتر په وینا محمد صلاح به راتلونکې اوونۍ ځان په مصر کې قرنطین کړي. ډاکتر محمد ابوالا (Mohamed Abou Elela) پرون شنبه اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل، په ښاغلي صلاح کې د کرونا ویروس خفیفې نښې لیدل شوې دي. احتمالاً محمد صلاح به د لیورپول ټیم لپاره د نومبر د ۲۱مې او ۲۵مې مسابقې له لاسه ورنه‌کړي. د محمد صلاح ټسټ په داسې حال کې مثبت ختلی چې د مصر له ملي ټیم سره په تمریناتو بوخت و. د مصر د فوټبال... Читать дальше...

ایران د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره شدید محدودیتونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره له راروانې شنبې (د نومبر له ۲۱مې) شدید محدودیتونه لګوي. د ایران ولسمشر وايي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دا شدید محدودیتونه لګول کېږي. حسن روحاني پرون شنبه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې ایران په منځني ختیځ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړینو له اړخه تر ټولو زیات ځپل شوی دی. د روحاني په خبره، دغه محدودیتونه به د پلازمېنې تهران تر څنګ په ۱۰۰ نورو ښارونو کې ولګول شي. د ایران ولسمشر دغه‌راز ویلي، خلک باید دا تریخ... Читать дальше...

"د روان لمريز له پيله تر اوسه ټرافیکي پېښو کې 762 افغانان وژل شوي"

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روان لمریز کال له پیله تر دا مهاله په ټرافیکو پېښو کې 762 کسان مړه شوي دي. نن یکشنبه د نومبر میاشتې 15 مه نېټه د ترافیکو پېښو د قربانیانو د یاد له نړېوالې ورځې سره برابره ده. شهسوار هغه څوک چې دوه ورځې وړاندې یې د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره موټر جنګولی دی. دی وايي، ډېر نه دی ټپي شوی، خو ملا او یوه پښه یې دردېدلي دي. دی وايي، د کابل جلال اباد لارې موټر چلونکي اصلا احتیاط نه کوي، موټر ډېر تېز چلوي نو ځکه ټرافیکي پېښې په دغه لاره ډېرې رامنځته کېږي. هغه وویل: "موږ له جلال... Читать дальше...

د محمد الیاس داعي مور: زما په زوی پسې دا ټوله دنیا خوابدې ده

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي مور وايي، داعي په ډېره زړورتیا خپله دنده ترسره کړه او پر مړینه‌یې افغانستان کې دننه او بهر خلک خوابدي دي. د ښاغلي داعي مور زیاتوي: "زما په زوی پسې دا ټوله دنیا خوابدې ده او زموږ سره‌یې غمشریکي کړې ده، زما دغسې زوی و، دغسې مې روزلی و. دغسې زړور و او د غریبې کورنۍ و. زما د زوی نوم ژوندی دی، زما زوی نه‌دی مړ. ما نه‌دي ژړلي چې خویندو به‌یې ژړل ما به کرارولې ورته ویل مې زویه، ما ته خدای داسې زوی خدای راکړی و. خدای پاک راکړی و، خدای راڅخه واخیست."... Читать дальше...

د خبریالانو د ملاتړ ځینې ټولنې: حکومت تر اوسه د خبریالانو ضد قضیې نه‌دي څېړلي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ملاتړ ځینې ټولنې وايي، حکومت تر اوسه د خبریالانو د وژنې او یا د دوی په وړاندې د بد چلند قضیې په جدیت نه‌دي څېړلي. په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې نن درېیمه ده، خو تر اوسه قاتلین نه‌دي نیول شوي. د کابل پرس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي، څرنګه چې حکومت تر اوسه د نورو وژل شویو خبریالانو په برخه کې عدالت نه‌دی تأمین کړی، د محمد الیاس داعي د وژنې قضیه به هم په جدیت ونه‌څېړل شي. ښاغلی تسل زیاتوي: "له بده مرغه حکومت د خبریالانو د قتل په قضیو کې ډېر جدیت نه‌ښيي. Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Кинопродюсер.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Уимблдон

Экс-теннисист Ольховский: россияне могут хорошо выступить на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России