Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 17.11.2020

د کلا سیف الله شوقي اداکاران څه غواړي؟

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د کلا سېف الله سیمې څو ځوانان د ټولنیزو رسنیو لپاره داسې ویډیوګانې جوړوي چې ټولنه اصلاح ځینې واخلي. د دغو ځوانانو فېسبوک پاڼه لوی شمېر مینوال لري. دوی غواړي چې له ټولنې یې هغه ټولې ناوړه کړنې ورکې شي چې د ولس په تاوان تمامېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي راپور وګورئ.

مسیر: په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې په ټپه درېدلي حالت او ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. مسير مسیر ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ټينګار کړی چې په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا ده. وړاندې په سر مقاله کې د افغانستان د سولې پروسې په ټپه درېدلي حالت ته اشاره شوې راغلي، چې له یوه اړخه هره ورځ جګړه لسګونو او آن سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او له بله اړخه د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو بحث کېږي چې د لیکوال په خبره ورسره به افغانستان یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ته ټېل وهل شي. Читать дальше...

د بېلاروس د ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو د ازادۍ جایزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس د ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو د ازادۍ جایزه وګټله.  د بریتانیا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو پرون په منسک کې دېره د ژورنالیستانو ټولنې ته د دې جایزې د ورکولو خبر ورکړ. دغه جایزه پرون د رسنیو پر ازادۍ د دویم نړیوال کنفرانس په پای کې چې کاناډا او بوڅوانا یې په انلاین بڼه کوربانه وو، ورکړل شوه.  د کاناډا حکومت په یوه اعلامیه کې وویل:  "د بېلاروس د ژورنالیستانو ټولنه ژورنالستیکو اخلاقو او اصولو  ته د هغې د ژمنتیا له کبله غوره شوې، چې په دغه هېواد کې پر رسنیو د فشارونو پر مهال یې... Читать дальше...



په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو په اړه خبردارى ورکړ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په مشرانو جرګه کې د اکثریت مشر میچ مککانل، په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د ناببره کمولو په اړه خبرداری ورکړ. تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري، چې په دغو دوو هېوادونو کې د څو ورځو په مخه د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدل اعلان کړي. مککانل چې په مشرانو جرګه کې مخکښ جمهوریپال ګڼل کېږي ویلي، د ځواکونو دا ناڅاپي کمېدل به افراطي ډلو ته د تبلغیاتي بریا چانس برابر کړي او د شریکانو یوازې پرېښودل به وګڼل شي. میچ مککانل په خپلو خبرو کې وویل... Читать дальше...

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر "وليد المعلم" ومړ

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم چې تجربه کار ډیپلومات بلل شوی، پرون په دمشق کې د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو. دی د هغو سوله ییزو مظاهرو د خونړي فشار پر مهال، چې په دغه هېواد کې د یوې لسیزې شخړې سبب شوې، د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی پاتې شو. د سوریې دولتي رسنیو معلم یو مبارز ډیپلومات یاد کړی، چې په وینا یې تر وروستۍ سلګۍ یې د سوریې دفاع وکړه. ده په ۱۹۶۴م کال په بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه او په ۲۰۰۶م کال کې د بهرنیو چارو وزیر شو.

د امریکا منتخب ولسمشر "جو بایډن" د ډونالډ ټرمپ ادارې ته خبردارى ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ، که اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ تر شلمې یعنې تر لوړې مخکې د کرونا-ضد واکسین د وېش په باب معلومات له نوې ادارې سره شریک نه کړي، ښايي په کرونا ویروس په امریکا کې د مړو شمېر لا زیات شي. کله چې پرون په دلاویر ایالت کې د یوه کنفرانس پر مهال له هغه له ولسمشر ټرمپ نه پر وخت د معلوماتو نه ترلاسه کولو د خطرونو په اړه پوښتنه وشوه، جو بایډن وویل: "که دا هڅې همغږې نه کړو، ښايي نور کسان هم ومري." ډونالډ ټرمپ چې تر اوسه یې د نوامبر د درېیمې نېټې د ټاکنو د... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ایګزمینر د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرېکړه لیکنه کړې چې سرلیک یې دی” ټرمپ د خپلې دندې له پای ته رسېدو مخکې، له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د بشپړه وتلو لپاره شرایط برابروي. “ د لیکنې په وینا د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر میلر په هغه څه کې چې د دې وزارت کارکونکو ته د نوموړي لومړنی پیغام بلل شوی، دې ته اشاره کړې چې ممکن، امر ورته وشي چې د افغانستان څخه د پاتې امریکايي سرتېرو د وتلو څارنه وکړي. ټرمپ د اکټوبر په اومه نېټه ویلي وو،... Читать дальше...

د امریکا غږ اشنا راډیو پخوانۍ رييسه "سپوږمۍ میوندۍ" مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

مشهوره ژورنالیسته او د امریکا غږ اشنا راډیو پخوانۍ رييسه سپوږمۍ میوندۍ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې وفات شوه.  د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال سلیمان اشنا ازادي رادیو ته وویل، اغلې میوندۍ چې په ۱۹۸۲ م کال کې یې له امریکا ږغ سره کار پیل کړی و، د دې راډیو د پښتو برخې له بنسټګرو څخه وه. هغه زیاته کړه: "مېرمن میوندۍ د لسو کلونو لپاره د امریکا غږ رييسه پاتې شوې او تر تقاعد وړاندې د جنوبي او مرکزي اسیا عمومي ريیسه وه." مېرمن میوندۍ د شنبې په سهار وفات او د امریکا په مریلنډ ایالت کې خاورو ته وسپارل شوه.



له جرمني څخه ایستل شوي افغان بیا د دې هېواد ویزه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

یو افغان چې دوه کاله وړاندې له جرمني څخه ایستل شوی و، یو ځل بیا د دغه هېواد وېزه واخیسته.  د سردار جعفري د پناه غوښتنلیک د جرمني له لوري رد شوی و او د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې له دې هېواده وایستل شو.  اوس دغه ۳۲ کلن ځوان ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، په دې خوښ دی چې د کار او ښوونځي لپاره بېرته جرمني ته ځي.  جعفري په جرمني کې د دوه کلنې هستوګنې په موده کې جرمني ژبه زده کړه او د کېک او کولچې زده کړه یې کوله.  نوموړی به، چې په هند کې یې د جرمني وېزه اخیستې، سبا دې هېواد ته روان شي.

چارواکي: دهراوود ته کومکي ځواک رسېدلی دی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي وايي، د دې ولایت دهراوود ولسوالي ته کومکي ځواک رسېدلی دی.  د اروزګان د والي ویندوی احمدشاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، دا ځواکونه به په دهراوود ولسوالي کې هغه سیمې تصفیه کړي چې په وروستیو ورځو کې طالبانو نیولې دي.  هغه زیاته کړه: "د دغو سیمو د بېرته نیولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره به انشالله عملیات پیل شي." ساحل ونه ویل چې د هراوود ته څومره کومکي ځواک رسېدلی او کله به عملیات پيل کړي.  خو د دهراوود امنیه قوماندان جان محمد کریمي ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د دهراوود... Читать дальше...

زابل چارواکي: په دوو جلا عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې په دوو جلا عملیاتو کې لږترلږه ۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.  په زابل کې د ملي اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان ډګروال سیدبابا منصوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې نن لسګونو طالبانو د زابل پر شملزو، مېزاني او د شاه جوی پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۰ طالب وسله وال ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.  طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه وي ویلي.

د امریکايي ژورنالیست د برمته کولو په تور نیول شوي افغان ځان بېګناه وباله

Pa.azadiradio.com 

یوه افغان، چې په ۲۰۰۸ م کال د یوه امریکايي ژورنالیست د برمته کولو په تور نیول شوی و، پر ځان لګېدلی تور رد کړ.  حاجي نجیب الله، چې د اوو میاشتو په مخه د امریکايي ژورنالیست دیوید روهد او دوو نورو کسانو د یرغملولو په تور نیول شوی و، پرون په نیویارک کې له فدرالي محبسه د ټېلېفون له لارې وویل چې بېګناه دی.  ویل شوي چې امریکايي ژورنالیست، چې د پیسو لپاره تښتول شوی و، وتوانېده چې له برمته ګرو وتښتي.  په دې قضیه به د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له دې پرېکړه کېږي چې څارنوال خپل محرم معلومات وړاندې کړي.

ایران د تهران په ګډون ځینو ښارونو کې پر فعالیتونو بندیز لګوي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د شنبې له ورځې د تهران په ګډون د هېواد په ښارونو کې پر فعالیتونو بندیز لګوي.  له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د ملي کمېټې ویندوی علیرضا رييسي پرون دوشنبه وویل، د ۱۵۰ ښارونو د دوه اوونیزې ټولبندۍ په لړ کې به یوازې د خوراکي موادو پلورنځي، نانویانې، روغتونونه، کتنځي او درملتونونه پرانیستي وي.  سره له دې چې په ایران کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې او ورڅخه مړینې زیاتې دي، د ایران حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله له ټولبندۍ ډډه کوله.  د ایران د رسمي شمېرنو... Читать дальше...

نن جرمني او هسپانیا فوټبال لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال اروپايي اتلولیو ته د لارموندلو لپاره د سیالیو په لړ کې نن شپه د جرمني او هسپانیا لوبډلې میدان ته وځي.  د جرمني لپاره دا مسابقه لویه ازموینه ګڼل کېږي ځکه چې د ۲۰۱۸ د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې له سیالیو څخه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د نړۍ له یوه غښتلي ټیم سره مخامخ کېږي.  جرمني، چې د شنبې په ورځ اوکراین ته ۳ په یو ماتې ورکړه، د نن شپې په سیالۍ کې د ښې لوبې تمه لري.  ټاکل شوې وه چې د اروپا د فوټبال جام سیالۍ سږ کال ترسره شي خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله دا سیالۍ یو کال وځنډېدې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی تهران ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی تهران ته تللی چې د دغه هېواد له چارواکو سره پر اقتصادي، سوداګري او ترانسپورتي همکاریو خبرې وکړي.  د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي، د سیاسي مرستیال میرویس ناب په مشرۍ افغان پلاوی به، چې پرون تهران ته ورسېد د ایران د باندنیو چارو له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره د دوو هېوادونو د اوږدمهالو او هراړخیزو همکاریو د سند پر وروستي کولو هم خبرې وکړي.  د ایران د خواف او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ د رېللارې پر پرانیسته به هم د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران وغږېږي.

موډرنا شرکت: د کرونا پر ضد جوړ شوی واکسین ۹۵ سلنه اغېزمن دی

Pa.azadiradio.com 

د درمل جوړولو امریکايي شرکت موډرنا اعلان وکړ چې د کرونا پر ضد د دوی له لوري جوړ شوی واکسین نږدې ۹۵ سلنه اغېزمن دی.  په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو څه کم یو کال پوره کېږي خو دا دی په ایله کې اوس د دې خپرېدونکي ویروس د مخنیوي لپاره واکسین په جوړېدو دي.  د موډرنا امریکايي کمپنۍ اجرايي رييس سټېفن بانسل پرون دوشنبه په یوه بیان کې وویل، د دوی د واکسین د درېم پړاو نتیجې ښيي چې د کوویډ۱۹ په مخنیوي کې بریالی دی.  د موډرنا شرکت په وینا دا واکسین په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ د کرونا ویروس په وړاندې اغېزمن دی. Читать дальше...

سټولټنبرګ: په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو امنیتي رول نه دی بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ویل کېږي ممکن د امریکا ولسمشر له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان تر ټاکلي وخت ژر وباسي، د ناټو سرمنشي د امریکا له دفاع وزیر سره په دې اړه خبرې کړي. وروسته له دې چې د امریکا د دفاع نوي سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر خپل پوځ ته په لومړني پیغام کې وویل، هغه وخت راغلی چې امریکايي پوځیان نور خپل هېواد ته راوګرځي، خبرې یې داسې تعبیر شوې چې کریسټوفر هغه څه عملي کوي چې ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په اوومه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي و. ټرمپ تر انتخاباتو وړاندې ویلي و چې له افغانستانه به ټول امریکايي پوځیان تر کرسمیس مخکې راوباسي. Читать дальше...



Москва

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Фоменко

Актер Фоменко наградил миллионного зрителя мюзикла "Ничего не бойся, я с тобой"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Баскетболисты пойдут кругами // Единая лига ВТБ пересмотрела формат проведения чемпионата

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»


WTA

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мир

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России