روحاني: ایران او امریکا د ۲۰۱۷ شرطونو ته ورګرځېدای شي
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، ایران او د امریکا متحده ایالات که وغواړي کولای شي د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنوري تر شلمې مخکې شرطونو ته چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې وه، بېرته ور وګرځي. یعنې مخکې له دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړي. حسن روحاني پرون چهارشنبې په تهران کې د کابینې غونډې ته په وینا کې وویل، ایران دې کار ته لېواله که امریکا هم ورته لېوالتیا ولري: "موږ هیله من یو چې د امریکا راتلونکې اداره د لومړي ګام په توګه هغه پالیسۍ په کلکه وغندي چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر... Читать дальше...