ټرمپ: هغه وخت مخه ښه کوم که ټاکنیز کالجونه د بایډن بریا تایید کړي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له سپینې ماڼۍ سره هغه وخت مخه ښه کوي، که ټاکنیز یا الکټورال کالجونه د منتخب ولسمشر جو بایډن بریا رسماً تایید کړي. ښاغلي ټرمپ په عین حال کې ویلي چې د ټاکنو د نتیجو په اړه به خپله مبارزه روانه ساتي. ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ټاکنیزو کالجونو د تایید د رسمیت پېژندنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "که ټاکنیز کالجونه د ټاکنو نتایج تایید کړي، تاسې پوهېږئ چې یقیناً دا کار کوم." تر دې مخکې په استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند... Читать дальше...