ویسا: افغانان دې د کرونا واکسين ته نه تمه کېږي
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره پر غزني او زابل وروستیو بریدونو، د سولې روانو پرمختګونو او د کرونا نوې څپې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې د ملي مصالحې عالي شورا په تړاو لیکلي چې پر ارګ له وړاندې فشار و چې دا شورا جوړه کړي، خو په وینا یې داسې ښکارېدله چې ارګ په قصدي او شعوري ډول د دې شورا د جوړېدو مخنیوی کاوه او یا یې هم داسې ګامونه اخیستل چې د شورا د جوړېدو پر ځای لانجې او اختلافات زیات شي. د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې په چارو کې تر اوسه اساسي ستونزه همدا وه چې ټول واکونه یوازې له ولسمشر سره وو. Читать дальше...