کندهار کې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي
پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته په کندهار کې یو شمېر خصوصي رسنیو په ځانګړي توګه محلي راډیوګانو خپل فعالیت درولی او پاتې رسنۍ هم د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي. په کندهار کې د تېرو شلو کلونو په جریان کې د پنځو چاپي خپرونو ترڅنګ شااوخوا ۱۵ محلي راډیوګانو او درېيو خصوصي محلي ټلوېزیونونو شبکو فعالیت کاوه. د تېر اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته له دې ډلې ټولو چاپي خپرونو دوو سیمه ییزو ټلوېزیونونو او پنځو راډیوګانو خپل نشرات و درول. Читать дальше...