ملګري ملتونه: ۵ قدرتونه یو باثباته افغانستان غواړي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د یوه باثباته افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي دي. دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې ده. دا کتنه د افغانستان په وخت تېره شپه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده. ګوتیریش زیاته کړې: "ټول پنځه قدرتونه داسې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې بشري مرستې په کې له ستونزې او تبعیض پرته وویشل شي." نوموړي ویلي، نړیوال قدرتونه... Читать дальше...