Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 28.09.2021

غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو اسامبلۍ ته له وینا تېر شو

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی عمومي اسامبلۍ ته له پلان شوې وینا تېر شو.  ټاکل شوې وه نوموړی پرون دوشنبه دغې غونډې ته وینا وکړي، خو په وروستۍ شېبه کې یې نوم د ویناوالو له لېسته لېرې شو.  امریکا غږ د ملګرو ملتونو د یوې ویاندې مونیکا ګرایلي په حواله ویلي چې افغانستان په عمومي بحث کې له ګډونه ځان و ایست او د علت په اړه یې هم دوی نه دي خبر.  د طالبانو له خوا ملګرو ملتونو ته ور پېژندل شوي استازي سهیل شاهین له ازادي راډیو سره خبرو کې د دې اقدام هرکلی کړی دی... Читать дальше...

نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې خپلې څېړنې بیا پيلوي

Pa.azadiradio.com 

نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې خپلې څېړنې بیا پيلوي او لومړیتوب هغو جرمونو ته ورکوي چې ادعا کېږي داعش – خراسان څانګې او طالبانو ترسره کړي دي. دا خبره د یادې محکمې د څارنوال کریم خان په حواله په یوه مفصله بیانیه کې پرون یاده شوې ده. په اعلامیه کې د څارنوال خان په حواله راغلي: "د طالبانو او داعش له خوا د ادعا شوېو جرمونو شدت، اندازه او دوامداره ډول چې په کې په ملکي وګړو د بې توپیره بریدونو تورونه، غیرقانوني اعدامونه، د ښځو او نجونو ځورول، د ماشومانو پر وړاندې جرمونه او نور جرمونه... Читать дальше...

امریکا وايي، سل تنه اتباع او اقامت لرونکي کسان افغانستان کې پاتي

Pa.azadiradio.com 

امریکا وايي، سل تنه اتباع او هغه کسان چې د دغه هېواد دایمي اقامت لري په افغانستان کې پاتې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکی چې د موضوع د حساسیت په خاطر خپل نوم نه دی اخیستی په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت په کار لګیا دی چې د دغو سلو تنو د راتلو زمینه مساعده شي. د هغه په خبره په افغانستان کې د امریکا د حکومت لومړیتوب، د هغو امریکایانو د را ایستلو په برخه کې مرسته ده چې غواړي له افغانستان راووځي. د اګسټ له ۱۵مې نېټې تر ۳۱ مې پورې امریکا او متحدینو یې نږدې ۱۲۴ زره تنه له افغانستانه را ویستل. Читать дальше...



لسګونه افغانانو لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

لسګونه افغانانو په لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. دوی پرون د بریتانیا له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د لیدنو په درشل کې د بریتانیا د صدارت ماڼۍ مخ ته وتلي وو. د مظاهرې یوه تنظیموونکي ذاکر سادات ازادي راډیو ته وویل: "په مجموع کې دریځ دا و چې د پاکستان لاسوهنې او په ځانګړي توګه دا قریشي چې دی په اصطلاح د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کله دلته او کله تاشکند او کله په تاجکستان کې ناست وي او د دوی لپاره لابي کوي، د دې په خلاف موږ راوتلي وو." ښاغلي سادات... Читать дальше...

یو شمېر افغان مېرمنې د 'سخروف' جایزې لپاره کاندیدې شوې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان مېرمنې پرون رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې. د راپورونو له مخې شهرزاد اکبر، ظریفه غفاري، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، صحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید په دې سیالي کې د افغان مېرمنو استازیتوب کوي. د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا پرون وویل چې دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او ډموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوي: "د دغو ښځو مېړانه عالي ده. هغوی ځان له خطر سره... Читать дальше...

افغان فوټبالرې پوپل له ورزشکارانو سره همکاري کړې څو له هېواده ووځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخوانۍ کپټانه خالده پوپل وايي، له ورزشکارانو سره یې همکاري کړې چې د طالبانو له راتلو وروسته له افغانستانه راووځي. اغلې پوپل اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې هغې او ملاتړو یې ډېره هڅه وکړه څو د افغانستان د ولایتونو ورزشکارانې بهرنیو هېوادونو ته ولېږدول شي. اغلې پوپل زیاته کړه: "هغوی مجبوره وې چې خپلې کورنۍ پرېږدي. مجبوره وې چې خپل کور کلی پرېږدي ځکه کورونه یې سوځول کېدل. ځینو یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل. د ځینو نورو د کورنۍ غړي طالبانو وړي. نه پوهېږو چې څه ورسره... Читать дальше...

بلوچستان کې بریدګرو د محمد علي جناح مجسمه په بم الوزولې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بلوچستان کې بریدګرو د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح مجسمه په بم الوزولې ده. پېښه وړمه ورځ د ګوادر په بندري ښار کې شوې ده. مسوولیت یې د بلوڅانو یوې بېلتون پالې ډلې بلوڅ جمهوري غوښتونکي پوځ BRA منلی دی. هاخوا د بلوچستان په مچ سیمه کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. په دوی باندې د برید مسوولیت د بلوڅ ازادۍ پوځ منلی دی. بلوڅ بېلتون پالي له کلونو راهیسې د پاکستان په بلوچستان او ګاونډ سیمو کې پر پاکستانی پوځیانو بریدونه کوي او له تیلو او طبیعي زېرمو ډک دغه ایالت کې بلوڅانو ته پوره برخه او خپلواکي غواړي.

د یوه نړیوال سازمان خبرداری: د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد او د خلکو بې وزلي نړیوال سازمانانو اندېښمن کړي دي. له دې ډلې د ناروې د کډوالو شورا چې په افغانستان کې یې ګڼې خیریه پروژې پلې کړي خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصاد په جدي ستونزو کې دی. د دې شورا عمومي منشي جان ایګلېنډ  چې دا مهال په کابل کې دی د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که بېړنۍ مرستې افغانستان ته ونه رسېږي لوی بشري ناورین به رامنځته شي. نوموړی وايي: "په افغانستان کې مرستې ته د اړو خلکو شمېر د دغه هېواد د نفوس پوره نیمايي برخه جوړوي. یعنې د دې څلوېښت میلیوني... Читать дальше...

جرمني: طالبانو سره په دې شرط غږیږو چې نړېوال ترورېزم سره هېڅ تړاو ونه لري

Pa.azadiradio.com 

جرمني وايي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو اراده نه لري، خو یوازې له دې ډلې سره په دې شرط خبرو ته حاضریږي چې له نړېوال ترورېزم سره هېڅ تړاو نه لري. په هند کې د جرمني ځانګړي استازي والټر لینډلر د دوشنبې په ورځ ANI ته وویل چې د طالبانو بریا سره ممکن نړیواله ترهګري پیاوړې شي. لینډلر زیاته کړه: "لومړی، موږ به له طالبانو سره د ټیټې کچې خبرې وکړو، دا هغه څه دي چې موږ په دوحه کې درلودل. د طالبانو او افغانستان لپاره زموږ شرط دا دی چې هغوی له نړیوال ترورېزم هېڅ ملاتړ ونه کړي." د هند لپاره د جرمني ځانګړي... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир бурятской сказки, которое не оставит равнодушным ни одного зрителя




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сеть клиник «Будь Здоров» запустила собственное мобильное приложение для пациентов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России