Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 30.09.2021

ځیني معتادین: طالبان مو وهي، د درملنې مرکزونو کې مو نه بستري کوي

Pa.azadiradio.com 

په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان ډېریو ولایتونو کې د نشه يي موادو د خرڅلاو ځايونه يا ساقي خانې او د معتادینو د را ټولېدو ځایونه نشته، ځکه نو معتادین په سختۍ سره نشه يي مواد پيدا کوي. معتادینو ته د نشه يي موادو نه رسېدل دوی اړ کړي چې په خپله خوښه د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورشي، خو په دې روغتيايي مرکزونو کې د ځینو ستونزو له امله نه بستري کېږي او د پخوا په شان خپلو نشو ته دوام ورکوي. د امان الله او فضل الحق په نومونو دوو معتادینو ازادي راډیو ته وویل، طالبان یې وهي او په زور یې د نشې پرېښودلو... Читать дальше...

هند کې له افغانستانه د ۲ ميليارډو ډالرو په ارزښت قاچاقي هيرويين ونيول شول

Pa.azadiradio.com 

کله چې طالبانو افغانستان په بشپړ ډول ونيو، نو د نشه يي موادو د نیولو په اړه يې هېڅ راپور نه دی خپور کړی، خو په دې موده کې د سيمې ځينې هېوادونو ته له افغانستان څخه نشه يي مواد قاچاق شوي دي. هندي چارواکو تازه اعلان کړی چې دوی د دې هېواد په ګجرات ایالت کې درې ټنه نشه يي مواد نيولي دي. دوی وايي چې دا مواد د شوکاڼي په نوم قيمتي ډبرو سره يوځای په کانټينرونو کې پټ ايښودل شوي وو. د ګجرات ايالت د کورنیو چارو وزير هارش سنګهوي رسنیو ته وويل، دا مواد چې مجموعي بيه يې تر دوو ميلياردو امريکايي ډالرو ډېره... Читать дальше...

واشنګټن اګزمېنر: په واشنګټن کې هر څوک ښه پوهېدل چې افغانستان سقوط کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د امریکا د کانګرس د غړو د پوښتنو په اړه د متحده ایالاتو د جګپوړو پوځي چارواکو پر ځوابونو ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې کړې دي. واشنګټن اګزمېنر واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان فرانک مک‌کنزي د سنا جرګې د سوال او ځواب په غونډه کې یو په بل پسې تأیید کړه چې په واشنګټن کې هر څوک ښه پوهېدل چې افغانستان سقوط کوي، د امریکا د پوځ چګپوړو مشرانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بشپړه وتلو مخالفت کاوه او ولسمشر جو بایډن... Читать дальше...



له جګړو وروسته؛ هلمند کې خلک خپلې ویجاړۍ بیا ابادوي

Pa.azadiradio.com 

هلمند د مرکز لښکرګاه او شااوخوا ولسوالیو اوسیدونکي وايي، په تېرو جګړو کې یې کورونه، مارکیټونه او دوکانونه ویجاړ شوي او په میلیونونو افغانۍ زیان ور رسېدلی. لښګرګاه کې تر ټولو ډېر زیان د جګړې په وروستیو اوونیو کې هغه مهال رامنځته شو کله چې طالبان د ښار مرکزي برخو ته داخل شول او پخواني حکومت د طالبانو د ځپلو لپاره له هوايي بریدونو کار واخېست. خلک اوس د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو د مرستې غوښتنه کوي. بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ:

جنرال مارک میلي: القاعده او داعش امریکا ته ستر ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یو جګپوړی چارواکی وایي، القاعده شبکه او داعش متحد ایالاتونو ته ستر ګواښ دی. د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي پرون د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې دا دوې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعاله دي: "اسلامي دولت ډلې د ځان لپاره په افغانستان کې ځاله پیدا کړې ده. دوی له طالبانو سره په جګړه دي، خو د اسلامي دولت ډله د خپل وحشت لپاره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ملاتړي لري." جنرال میلي، د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن او د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان... Читать дальше...

پاکستان: ټانک سیمه کې یو پاکستانی طالب قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځي چارواکي د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د پاکستاني طالبانو د یوه قوماندان د وژلو خبر ورکوي. د استخباراتي چارواکو په وینا، پرون د امنیتي ځواکونو او پاکستاني وسله والو ترمنځ د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې نښته وشوه. د پوځ په وینا د طالبانو قوماندان خوږه دین مشهور په شېراله او د پوځ یو افسر ووژل شول. د نښتې پرمهال دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي. په ورته وخت کې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې تردې یوه ورځ مخکې د جنوبي وزیرستان په سرواکي سیمه کې یې لس پاکستاني وسله وال وژلي دي. تحریک طالبان... Читать дальше...

یونېسف د پکتیا عامې روغتیا ریاست سره د درملو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د یونېسف له لوري د پکتیا له عامې روغتیا ریاست سره د درملو مرسته وشوه. په پکتیا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ رییس خالق یار احمدزي ازادي راډیو ته د دې مرستې په اړه وویل: "د یونېسف د روغتیایي ادارې له خوا د پکتیا له عامې روغتیا ریاست سره د یولک او څوارلس زره او اته سوه شپېته ډالرو په ارزښت د ضروري درملو مرسته وشوه، دا درمل به د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره پر روغتیایي مرکزونو وویشل شي." احمدزي زیاته کړه چې روغتیا وزارت بیا د پکتیا عامه روغتیا ریاست ته اویا ډبیه اکسیجن ورکړي دي. وروسته... Читать дальше...

هندي رسنۍ: کابل کې تښتول شوی هندی سوداګر خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د هند تبعه بنساري لال ارینډې چې دوې اوونۍ مخکې په کابل کې وسله والو اختطاف کړی و د چهارشنبې په ورځ خوشې شو. له ادعا سره سم  پنځوس کلن بنساري چې د دوا سوداګر دی د سېپټمبر په څوارلسمه وسله والو برمته کړ. وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو نوي ډيلي په دغه ښار کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې ممکن اختطاف شي، هماغه و چې یو نیم زرهندیان له کابله په الوتکو کې هند ته انتقال شول، خو بنساري له هغو هندیانو څخه و چې خپلې سوداګرۍ ته یې ادامه ورکړه. تر اوسه دا څرګنده نه ده چې بنساري چا تښتولی و او څرنګه خوشې شو.

د جي شل په فوق العاده غونډه کې به د افغانستان مساله وڅیړل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان مساله د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو په فوق العاده غونډه کې وڅېړل شي. د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي پرون په پلازمېنې روم کې خبري کنفرانس ته وویل چې دا غونډه به د اکتوبر په دولسمه وشي. ښاغلي دراګي څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه باید داسې ستراتیژي جوړه کړي چې پرې نه ږدي افغانستان د وسله والو په پناهځای بدل شي. د ایټالیا د صدراعظم په وینا په دې غونډه کې به د قطر، د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک استازي هم برخه واخلي. ایټالیا سږکال د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا 'جي شل' مهالنۍ مشري کوي.

اسټن: افغانستان کې مې د امریکايي سرتیرو د 'تل پاتېدو' ملاتړ نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د دوهمې ورځې په مخه د امریکا درې پوځي چارواکي د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته حاضر شول او له افغانستانه یې د امریکایانو د وتلو په اړه معلومات ورکړل. دوی پرون د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن څخه پوښتنه وشوه چې ولې یې یو شمېر امریکایي سرتیري په افغانستان کې ونه ساتل، ښاغلي اسټن په ځواب کې وویل چې دا کار د سرتیرو لپاره خطرناکه و. اسټن زیاته کړه: "زه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ کوم. Читать дальше...

اقتصاد د ماتېدو په درشل کې؛ افغانستان کې د تاریاکو بیې څو برابره زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د ماتېدو په درشل کې دی په دغه هېواد کې د تاریاکو بیې تر پخوا څو برابره زیاتې شوي دي. د ملګرو ملتونو په باور د افغانستان له درېیو یوه برخه خلک له قحطي سره مخامخ دي او طالبانو په کندهار کې ویلي دي چې کوکنار حرام دي او د خلکو لپاره بد دي. د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د تاریاکو پلورونکي دې ته اندېښمن دي چې طالبان د کوکنارو کر کیله بنده نه کړي، خو په ورته وخت کې دې ته خوښ دي چې د اپیومو بیې تر پخوا څو برابره زیاتې شوي دي. د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې د... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

В сказке театра кукол Ульгэр приключения и опасности, интересные знакомства и встречи - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


Большой шлем

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России