د کندز ځينې اوسېدونکي: د درملنې په خاطر يوناني طبيبانو ته مراجعه کوو
د کندز يو زیات شمېر اوسېدونکي د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي. که څه هم په کندز کې پر دولتي روغتیايي مرکزونو سربېره یو شمېر عصري شخصي روغتونونه هم موجود دي چې په پرمختللو امکاناتو سمبال دي خو لا هم د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ناروغۍ د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي. د دې ولایت یو اوسېدونکي څلوېښت کلن نصیراحمد له یو کال راهیسې یوناني درمل کاروي. هغه په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "دغه یوناني دوايي ډېر موثره دي. د معاصر طب ډاکتران هم شته دي. چا ته د یوناني طبابت ډېر صفت وکړ او په همدې خاطر زه دلته راغلم. Читать дальше...