د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې خلک له ډېرې مودې راهسې له ناامنۍ سر ټکوي. دوی وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی. البته د لکي مروت پولیس وايي چې په هغه ضلع کې امنیت د پخوا پرتله ښه شوی دی. پولیس وايي، د ولس په مرسته یې د وسلوالو او جرم کوونکو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په سیمه کې امنیت ته ژمن دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې په هغه کې په بریدونو کې لسګونه پولیسو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. Читать дальше...
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر پینځمه له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د کابل د سفر بلنه ورته په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور (شارژدافېیر) د ډېسېمبر پر ۱۶مه ورکړې وه.
شنونکي وايي چې د سېنېټ قراردادونه لازم الاجرا نه وي او زیات قانوني ځواک نه لري، خو پکې د انتخاباتو د ځنډولو یا پر ټاکلي وخت د کولو په اړه د پرېکړه لیکونو دایرول د بېلابېلو سیاستوالانو او ګوندونو د نظرونو څرګندولو ترڅنګ د انتخاباتو په اړه بې باوري او شکونه زېږولای شي.
د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اېمل ولي خان وايي چې نورې ادارې او عدلیه باید په روان انتخاباتي بهیر کې له لاسوهنې ډډه وکړي او انتخاباتي کمېشن د ټولو چارو مشرۍ او ترسره کولو ته پرېږدي. ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشي او د هغه هېواد د بشري حقونو کمېشن اندېښنه ښوولې ده چې ټول ګوندونه او خواوې د کیمپېن یو ډول موقعې نه لري. کمېشن په خپل وروستي بیان کې په ځانګړي ډول د تحریک انصاف یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه ګوند سیاستوالان له فشار سره مخامخ دي. خو اېمل ولي... Читать дальше...
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې په شاه فیصل جومات کې نه یوازې ګڼ خلک لمونځ کوي بلکې سیلانیان یې لیدو ته هم ورځي. د تعمیراتي چارو پوهان وايي د هغه جومات جوړښت خورا بدل دی، دا چې څنګه؟ ځواب یې د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости