د کویلې د کانونو مالکان وايي، اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.
د کوټې د پښتو اکاډمۍ مشر سهېل جعفر د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، د بلوچستان په يوشمېر پښتون مېشته سيمو کې د عامو خلکو لپاره د پښتو ژبې د ليک لوست او ادبياتو د زده کړې لړۍ تراوسه ښه نتيجه ورکړې ده.
په داسې حال کې چې په میکسیکو کې د تودوخې درجه ۴۵ سینټي ګرېډ ته رسېدلې، د هغه هېواد په یو وړوکي ښار پویبلا کې ناڅاپي ږلۍ شوې. د ږلۍ دانې وړې وې، خو د هغه ښار په ځینو برخو کې له څلور فوټه هم زیاته وه او لارې یې بندې کړې وې. د پویبلا ګورنر وايي، په ژوند کې یې دومره زیاته ږلۍ نه وه لیدلې. دی زیاتوي چې داسې ورښتونه د اب و هوا بدلون له وجې کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
پولیسو د مې پر ۲۵مه تر پېښې څو ساعته وروسته په بیان کې وویل چې په مجاهد کالونۍ کې خلکو د دیني مقدساتو د سپکاوي تر تور پورې کولو وروسته د مسیحیانو (عیسویانو) پر یوې کورنۍ برید وکړ او تورن کس یې وواهه.
سیستین هال د واټیکان د کتابتون تر ټولو ډېر تاریخي او مهم ځایونو کې شمېرل کیږي چې د ۱۶مې پیړۍ په پای کې د پاپ سکسټس پینځم لخوا جوړ کړل شوی دی. په دې کتابتون کې نږدې ۸۰،۰۰۰ نسخې خوندي دي چې شاوخوا ۲۷،۰۰۰ ترې ډیجیټل بڼې ته اړول شوي دي. دا کتابتون د پوهانو او زده کونکیو لپاره پرانیستې دی او هغوی د پاپ د کتابونو د ټولګي او پراخه هنري اثارو څخه ګټه پورته کولې شي. د فرانسې خبري اژانس د دغه کتابتون په اړه یو ویډیويي راپور جوړ کړی دی چې دلته یې کتلی شئ:
محمد رسولاف ایرانی فلم جوړونکی چې تازه د زندان له حکم څخه تښتېدلی، اوس یې په فرانسه کې د "کن" فلم په فیسټیوال کې ګډون کړی دی. "د معابدو د انځر دانه" د رسولاف فلم دی چې د کن په فیسټیوال کې نندارې ته وړاندې کېږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости