Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2025

Новости за 13.05.2025

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو بې‌کاري او د خوړو نه خوندیتوب زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

نوریه نجفي زاده په بلخ ولایت کې د غالۍ اوبدلو د سکتور یوه متشبثه ده. وایي، د غالۍ اوبدلو یوه لویه کارخونه لري خو په وروستیو کې یې د اقتصادي ستونزو له امله فعالیتونه کم شوي او اړ شوې چې یو شمېر ښځینه کارګرانې له دندو وباسي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په کارونو کې هم بدلونونه راغلي دي. د بودجې کمښت او د خامو موادو د بیو لوړوالی، د غالۍ اوبدلو په برخه کې د ښځو د بې کارۍ لاملونه دي، دا چې کارونه او پلور نشته موږ هم اړ شو چې یو شمېر ښځو ته ځواب ورکړو، موږ خپلې ښځینه کارګرانې ۳۵ سلنه کمې کړې دي."... Читать дальше...

امير مقام: د جون ۳۰مه د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو حتمي نېټه نه ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو یا سیفران وزیر امیر مقام ویلي دي چې په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغان کډوالو د استوګنې مهلت (ضرب الاجل) د روان ۲۰۲۵ز کال د جون ۳۰ نېټه ده، خو د هغه په وينا دا حتمي نه ده، ځکه په جون مياشت کې به مرکزي کابينه په دې اړه غونډه او پرېکړه کوي. نوموړي زياته کړه چې پاکستان وخت په وخت افغان کډوالو ته خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره وخت ورکړی دی. امير مقام له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وويل چې د پاکستان حکومت... Читать дальше...

پاکستان وايي د هند پرضد د عملياتو پر مهال يې ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ ژوبل شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي دي د مې د شپږمې او اوومې نېټې په مينځنۍ شپه د هند له خوا پر پاکستان شویو بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي کسان هم وژل شوي دي.

د پي ټي اېم مخکښ او د کروندګرو د حقونو فعال لياقت يوسفزی خاورو ته سپارل شوی

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ او د کروندګرو د حقونو فعال لیاقت یوسفزی د مې پر ۱۲مه د زړه د حملې له امله تر مړينې وروسته پر همهغه ورځ په صوابۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي زوی هېواد يوسفزي مشال راډیو ته ويلي چې پلار يې تر کور زيات وخت د پښتنو او د کروندګرو د حقونو غوښتلو ته ورکړی وو. لياقت يوسفزي له ۱۹۸۰مې لسيزې راهيسې د پښتنو ملتپاله مبارزه پيل کړې وه. د هغه پر مړينې ګڼو پښتنو مشرانو غمرازي څرګنده کړې ده.

نورالبشر نويد وايي: ماته غوږ شئ

Mashaalradio.com 

د پښتو ژبې مشهور ليکوال نورالبشر نويد وايي د خپل کلي له چاپيريال او مشرانو یې ډير څه زده کړې هغه د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی. يو شعر یې دی چې: دې خاوره کې کجوره د عربو کله کیږي -- دا خاوره خپل ګلاب لري ، نښتر او چنارونه. نويد په لسګونو ډرامې، نظمونه او نثرونه ليکلي دي. د ماته غوږه شه په نامه د کالمونو لړۍ یې هم ډېره مشهوره وه. خو نوموړی کلک پښتون سیاستوال هم پاتې شوی دی او د ليکوال مجلې له لارې یې د ډېرو ځوانانو په لاره کې د وطنپرستۍ مشالونه بل ساتلي دي. له هغه سره د راشد خټک دا په زړه پورې مرکه واورئ.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России