Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2025

Новости за 13.10.2025

د فلسطیني زندانیانو او اسراییلي یرغمل شویو د خلاصون شیبې

Pa.azadiradio.com 

له څه باندې دوه کاله زندان او برمته نیونې وروسته نن سلګونه فلسطیني زندانیان او اسراییلي برمته شوي ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. دا وروسته تر دې چې دا مریکا ولسمشر منځني ختیځ ته د سفر پر مهال د غزې جګړه پای ته رسیدلې وبلله. نور په دې ویډيو کې وګوری:

د طبیعي پېښو د خطر د کمولو نړیواله ورځ؛ افغانان تر نورو زیات طبیعي پېښو ځپلي

Pa.azadiradio.com 

نن د اکتوبر ۱۳ مه د طبیعي پېښو د خطر د کمولو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د طبیعې افتونو یو شمېر قربانیان وايی په دغه ډول پېښو کې درانه زیانونه ورسېدلي خو د مرستو له ژمنو سره سره یې لازمې مرستې نه دي ترلاسه کړي. دوی وايي اوس چې د ژمي موسم مخ په رارسېدو دی دوی لا ډېرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د چاپیریال د برخې یو شمېر متخصصین وايي د بې کیفیته کورونو جوړول د طبیعې افتونو له امله د زیانونو د زیاتوالي یو لوی عامل دی.

د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته تورخم دروازه تړلې پرته ده

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۱مه ناوخته تر نښتو وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. د تورخم انتظامي او ګمرک چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۱۲مې پر هغه لاره دوه اړخيز تجارت ځنډول شوی او مساپر تګ راتګ نه شي کولای. په تورخم کې دواړو خواوو ته سلګونه بار وړونکي ګاډي ولاړ دي او ډرېوان يې وايي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې غوښتنه کړې ده چې دواړو هېوادونو حکومتونه دې موجوده کشالې د مذاکراتو له لارې هوارې کړي او تجارتي راکړه ورکړه دې دوامداره وساتي. Читать дальше...

پاکستان کې پر مظاهره کوونکو برید کې درې کسان وژل شوي، د طالبانو حکومت پر پیښه خواشیني ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پنجاب پوليس وايي چې د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره يې په نښتو کې يو سرتیری او د یاد تحریک درې غړي وژل شوي دي. پولیس او د تحریک لبیک پاکستان غړي هغه مهال په شخړه واوښتل چې پولیسو په مرید سیمه کې د اعتراض کوونکو پرلت پای ته رساوه. تر نښتو وروسته حکومت لاهور او اسلام اباد ته تلونکې لويې لارې تړلې وې، خو لږ شېبه وروسته يې بېرته خلاصې کړې. تحریک لبیک پاکستان چې یوه مذهبي ډله ده، د تیرې جمعې په ورځ له لاهوره د اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړی و او د پلان له مخې یې غوښتل چې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت مخې ته لاریون ورسوي. Читать дальше...

ټرمپ وایي د غزې د جګړې په شمول یې اته جګړې پای ته ورسولې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو پارلمان ته وویل چې په اتو میاشتو کې یې اته جګړې پای ته ورسولې. هغه په خپله وینا کې زیاته کړه چې اسراییلي یرغمل راخوشې شوي نو ځکه هم اتمه جګړه د ده په نظر پای ته ورسېده. د اسراییلو په پارلمان کې د ټرمپ تود هرکلی وشو. ښاغلي ټرمپ د غزې د جګړې په پای ته رسولو کې د ټولو ښکېلو مرکچیانو له هغې ډلې د امریکا د منځني ختیځ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او څو نورو چارواکو او شخصیتونو هڅې وستایلې. تمه ده ټرمپ نن د ورځې په جریان کې د مصر شرم الشیخ ته سفر وکړي څو د سولې په سرمشریزه کې برخه واخلي.

پنجاب کې د تحریک لبیک پاکستان له پلویانو سره په نښتو کې ۱ پوليس او د تحريک ۳ غړي وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پنجاب پوليس وايي چې د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره يې په نښتو کې يو تاڼېدار او د (ټي اېل پي) درې غړي وژل شوي دي.د پوليسو ویاند مبشر حسين نن (اکتوبر پر ۱۳مه) رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې احتجاجیانو په مريدکې سيمه کې پرلت وهلی وو چې پولیسو ورختم کړ. خو پر دې مهال د پوليسو او ټی اېل پي د غړيو ترمينځ نښتې شوې دي. تر نښتو وروسته حکومت لاهور او اسلام اباد ته تلونکې لويې لارې تړلې خو لږ شېبه وروسته يې بېرته خلاصې کړې. ټي ايل پي د اکتوبر پر ۱۰مه له لاهوره د اسلام اباد پر لور لاريون... Читать дальше...

ډیورند کرښې ته نژدې وضعیت ارام دی، خو خلک اندیښمن او پوله ساتي لاس په ماشه دي

Pa.azadiradio.com 

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر سختو نښتو وروسته، کرښې ته نږدې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي که څه هم اوس مهال جګړه نشته، خو وضعیت لا هم ترینګلی دی.



اسراییلو ته د ټرمپ له رسیدو سره سم، حماس ټول ۲۰ ژوندي پاته یرغمل وسپارل

Pa.azadiradio.com 

دوشنبې په سهار ( د تلې ۲۱مه) په زرګونو خلک د تل ابیب د " یرغملو په چوک" کې راټول شول ترڅو په غزه کې د وروستیو یرغمل شویو کسانو د ور رسېدو هرکلی وکړي. اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د دې هیواد ټول ۲۰ ژوندي یرغمل شوي کسان په دوو مرحلو کې خوشې شوي دي. سخت دریځې ډلې حماس، چې د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي، نن لومړی اووه یرغمل شوي کسان او بیا ۱۳ نړیوال سره صلیب ته وسپارل. د ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو کسانو جسدونه هم په راتلونکو ورځو کې اسراییلو ته سپارل کیږي. د یرغمل شویو... Читать дальше...

اسراييلو او حماس د يو بل يوشمېر بنديان خوشې کړي

Mashaalradio.com 

د اسراییلو او حماس ترمينځ د اوربند د موافقې لومړی پړاو عملي شوی دی. حماس د اکتوبر پر ۱۳مه اووه اسراییلي یرغمليان د صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل. پر دې مهال اسراییلو هم شاوخوا ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل. دا موافقه تر دوه کلنې جګړې وروسته د سولې پر لور مهم ګام ګڼل کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سولې د پلان پر بنسټ شوې ده. ولسمشر ټرمپ دا مهال په تل‌ ابیب کې دی او ټاکل شوې چې په مصر کې د غزې د سولې په اړه د ۲۰ هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي. د رويټرز اژانس له بېلا بېلو ويډيوګانو جوړ راپور.

ټرمپ اسراییل ته ورسېد، د ورځې پای کې مصر ته ځي او د غزې د اوربند په اړه غونډه رهبري کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سفر په درشل کې نن دوشنبه اسراییل ته ورسېد. د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو په بن ګوریون هوایي ډګر کې د ټرمپ هرکلي ته راغلی و. نوموړی لږ وروسته تر هغه اسراییل ته ورسید چې حماس ډلې، چې متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ۷ یرغمل شوي کسان د سره صلیب له لارې اسراییلي پوځ ته وسپارل. حماس ویلي، نن دوشنبه به ټول ۲۰ ژوندي پاته یرغمل شوي اسراییلیان، چې غزه کې ساتل کیږي، د څه باندې ۱۹۰۰ فلسطيني بندیانو په بدل کې ازادوي. ټرمپ د ورځې پای کې د مصر شرم الشیخ... Читать дальше...

پاکستان کې د ګوزڼ مخنيوي ۷ ورځنی واکسیني کیمپېن پيل شوی

Mashaalradio.com 

د پوليو د مخنيوي لپاره د پاکستان د وزيراعظم سلاکارې عايشې رضا فاروق د اکتوبر پر نهمه له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د کيمپېن پرمهال به تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو څه باندې ۴۵ مېليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په ټوکیو کې د سمارټ فون استعمال د ورځې دوه ساعته ته محدود شوی

Mashaalradio.com 

د جاپان د ټوکیو ښاروالۍ د یوه قانوني فرمان له لارې د موبایل فون استعمال د ورځې دوه ساعتونو ته محدود کړی دی. ځینې خلک يې پلوي او ځینې يې بیا مخالفت کوي. د پريس فرانس خبري اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.

حماس اوه یرغمل آزاد کړل

Pa.azadiradio.com 

حماس نن په غزه کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته اووه اسراییلي یرغمل وسپارل، چې له اسراییل سره د اوربند د لومړي پړاو یوه برخه ده. اسراییل هم د اوربند د موافقې له مخې له خپلو زندانونو څخه سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند موافقه په غزه کې د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لور تر ټولو مهم ګام دی. د دې موافقې هدف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو د سولي د پلان پر بنسټ د تلپاتې سولې لپاره لاره هوارول دي. د اسراییل پوځ تایید کړه چې هغه اوه تنه یرغمل شوي چې حماس نن دوشنبې... Читать дальше...

ولسمشرټرمپ: د جګړو په پای ته رسولو کې ماهردی او کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه هواره کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، دی کولای شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه باندې کاروکړي ځکه «دی د جګړو په پای ته رسولو کې ماهردی.» ټرمپ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې اسراییل او مصرته له سفرمخکې په آیرفورس ون الوتکه کې د سپریدو په مهال خبریالانو ته وکړه او زیاته یې کړه چې له دې سفره له ستنیدو وروسته کولای شي دې چارې ته مخه کړي. ټرمپ وویل، دا به اتمه جګړه وي چې دی یې حل کوي او زیاته یې کړه چې اوریدلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوس جګړه روانه ده. ټرمپ وویل، «ترهغه باید انتظاروکړم چې بیرته راشم. Читать дальше...

حماس د شلو یرغملو لست خپورکړ

Pa.azadiradio.com 

حماس د دوشنبې په ورځ د هغو ۲۰ ژوندیو یرغمل شویو لیست خپور کړچې ټاکل شوې د شوې موافقې له مخې نن آزادشي. متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني. د سره صلیب کاروانونه د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د ورسپارلو لپاره غزې ته په لاره دي. په سلګونو کسان د دوشنبې په سهار په تل ابیب کې راټول شوي وواو په غزه کې د وروستیو یرغمل شویو کسانو د بیرته ورستنیدو په تمه وو. د حماس او اسراییلو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې د لومړي پړاو له مخې حماس به د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې اسراییلي یرغمل خوشې کړي. Читать дальше...

فلیپو ګراندي: له نښتو څخه هیڅ ښه شی نشي لاس ته راتلای

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي د یکشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان پرپوله د نښتو په اړه راپورونو ته په اشاره د تاوتریخوالي د سمدستي کمیدو غوښتنه وکړه. هغه په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې "د افغانستان ـ پاکستان په پوله کې د تازه تاوتریخوالي او نښتو څخه هیڅ ښه شی نه شي لاس ته راتلای - یوه نازکه پوله، د شخړو صحنه، په جبري توګه بې ځایه کیدل او د لسیزو راهیسې بشري بحرانونه." نوموړي هیله څرګنده چې د اغیزمنو شویو کسانو او د سیمه ایز ثبات لپاره، تاوتریخوالی سمدستي کم شي. د ملګروملتونو... Читать дальше...

د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې سبا یو ورځنۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا سه شنبې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې سره مخامخ شي. دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ نیمو بجو د ابوظبي په لوبغالي کې پیلېږي. افغانستان خپلې تېرې یو ورځنۍ دوه لوبې له بنګلدیش څخه ګټلي حال داچې د شل اووریزو لوبو درې سیالۍ مخکې بنګله دیش ګټلې وې.

ټرمپ: په غزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړچې «په غزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده. » ټرمپ دغه څرګندونې اسراییل او مصرته د سفر د پیلیدو په مهال چې هغه د سولې د مهم ماموریت یوه برخه بلل شوې، وکړې. ټرمپ هغو خبریالانو ته چې له ده سره یې په آیرفورس ون الوتکه کې سفرکاوه، په غزه کې د اوربند او د حماس او اسراییلو ترمنځ د برمته وو او زندانیانو د تبادلې په اړه اندیښنې بې ځایه وبللې. ټرمپ وویل، « جګړه پای ته رسیدلې، پوهیږئ؟» ۷۹ کلن ټرمپ دغه څرګندونې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو په اړه خپل ډاډ ته په اشاره وکړې. Читать дальше...

متقي: په پاکستان کې ځینې کړۍ د اړیکو د خرابولو هڅه کوي؛ اسلام‌آباد: متقي په افغانستان کې د ترهګرو د حضور په اړه پام بلې خوا ته اړوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یوځل بیا تورپورې کړچې په پاکستان کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي. نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې. هغه د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې له وروستیو نښتو وروسته اوس وضعیت څه ډول دی وویل، په افغانستان کې اوس وضعیت ښه دی، خو غواړي یوشی واضح کړي چې له پاکستان سره د دوی اړیکي لوړې ژورې لري او زیاته یې کړه... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России